
امریکا وایي هڅه کوي افغانستان کې بندي امریکایي وګړي له بند خوشي کړل شي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو وګړو د خوشي کولو په لټه کې ده چې دا هڅې په افغانستان کې هم روانې دي.
دده په وینا دوی غواړي هغه امریکایي وګړی هم د نوي حکومت له بنده خوشی شي چې د ډسمبر په لومړیو کې په افغانستان کې نیول شوی دی.
دده په وینا دا مذاکرات او بحثونه په لوړه کچه روان دي او په خبره یې امریکا د خپلو وګړو خوندیتوب ته ژمنه ده.
سلیوان وايي چې په ایران او روسیه کې هم د بندي امریکایي وګړو د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.