سترګو ته د سګرټو د دود بېسارې زیانونه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه

څېړونکي د یو لړ څېړنو وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې د سګرټ دود سترګو ته زیات تاوان لري.

ډېری هېوادونه د سګرټو پر قوطیو ځينې انځورونه او یا هم متنونه خپروي، چې سګرټ څکوونکي د زړه د حملو له ګواښونو، سرطان، د اومېندوارۍ پر وخت ښځو ته د زیانونو او نورو مواردو څخه خبر شي. خو هغه څه چې ډېر کم د پام وړ ګرځي، پر سترګو د سګرټو د دود ناوړه منفي اغېزې دي.

موږ خو لا اصلا د سګرټ څکولو په اړه فکر لا نه کوو – حتا سترګو ته د تنباکو د دود یوه ساده ضربه کولای شي روغتیا ته منفي پايلې ولري.

همدارنګه Scientific د امریکا د ساینسي راپورونو پر بنسټ وايي چې اوس روښانه شوې ده چې دخانیات کارول د ماکولا د ژر زړښت، د ګلوکوم او د سترګو تورو اوبو رامنځته کېدو سره مرسته کوي. دا ټولې اغېزې د داخلي سترګې اړوند دي: د سترګو شبکیه، اعصاب او عدسیه.
اوس د درمل جوړونې پوهانو موندلې چې تنباکو د بهرنۍ سترګې Gifu برخې – برخې ته هم ضرر رسوي.

د دغې څېړنې لیکوال واتارو اوتسو وايي: ” دا د سترګې زیان منوونکې برخه ده چې د چاپېریالي اغېزو لکه کیمیاوي موادو، وړانګې او انتان د ګواښ سره مخ ده.“
همدارنګه نوموړي زیاته کړه: هغوی چې د سګرټ څکولو عادت لري، دوه چنده زیات د سترګو د وچوالي له سندروم ځورېږي؛ چې پکې سترګې سرې کېږي او د مېکروبونو پر وړاندې زیان منوونکې کېږي.

د دغه څېړونکي په وینا، که پوه شﺉ چې سګرټ د سترګو قرنیې ته زیان رسوي، نو تاسې به د ممکنه چارو څخه د ساتنې لپاره کار واخلﺉ.

څېړنو روښانه کړې چې د سګرټ د دود اجزا د سترګو په بهرنۍ پرده قرنیه – اپيټليوم کې د اوسپنې د رسوب سبب کېږي چې د حجرو د مرګ لامل ګرځي.

څېړونکو د اپيټلیال حجرې د تنباکو پر وړاندې کېښودې. له ٢٤ ساعته وروسته چاپېریال پېژندونکو تجزیه او تحلیل وکړ او تر لاسه یې کړله چې د ډېری حجرو غشا/ پوښ زیانمن شوی او اوسپنې، فرېټين او پروټينو راټولېدل، چې اوسپنه یې د سنټز او د DNA د وېش لپاره اړتیا لري، په پرده کې جوړ شوي دي.