سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله په قوي مرال د متحده عربي آماراتو سره لوبیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنه ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي خپله دوهمه لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کوي.
دا لوبه د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کي سبا د چهارشبنې په ورځ غارمه ۱۲:۳۰ بجې پېلیږي.
83396974 2560770250844224 14474580953399296 o سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله په قوي مرال د متحده عربي آماراتو سره لوبیږي
دا په نړیوال جام کي د افغانانو دوهمه لوبه ده. افغان لوبډلي تر دې مخکي د تیري جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د کوربه سویلي افریقا څخه وګټله.
په هغه لوبه کي افغانانو ته سویلي افریقا د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه او افغان لوبډلي د ۳ ویکیټو په تاوان پوره کړ او کوربه سویلي افریقا ته ئې په ۷ ویکیټو سخته ماته ورکړه.
82417418 2560770787510837 6609328488082046976 o سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله په قوي مرال د متحده عربي آماراتو سره لوبیږي
د یاد لوبي غوره لوبغاړی سلو توپ اچونکی شفیق الله غفاري ټاکل سوی وو، هغه د افغان ټيم لپاره د سويلي افریقا ۶ لوبغاړي وسوځول.
82417519 2560876280833621 4666380086184771584 n 1 سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله په قوي مرال د متحده عربي آماراتو سره لوبیږي
په سبانۍ لوبه کي به ځکه د افغان کرکیټ ملي لوبډلي مرال قوي او زورو وي، ځکه دوی په خپله لومړۍ لوبه کي کوربه هیواد ته سخته ماته ورکړې ده.
یوه هیواد ته په خپل کوربتوب ماته ورکول خورا سخته وي، په تېره بیا د سویلي افریقا په څېر هیوادونه.
تر یادي بریا وروسته په داخلي او نړیواله کچه ګڼ شمېر کرکیټ پوهانو د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو ستاینه په هرخه برخه کي وکړه.
82903293 2560819387505977 4705566637649035264 n سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله په قوي مرال د متحده عربي آماراتو سره لوبیږي
افغان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان ۱۹ کلنه لوبډله به د متحده عربي آماراتو وروسته خپله درېیمه او د ګروپ وروستۍ لوبه راتلونکې جمعه د کاناډا په وړاندي ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ دا نړیوال جام، چي ۱۶ هیوادونه پکښي ګډونوال دي د تیري جمعې په ورځ د سویلي افریقا په کوربتوب پيل سو او د راتلونکي فیبروري میاشتي تر ۹همي نېټې پوري به دوام وکړي.