زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه شوی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې خلیلزاد به نوره دغه دنده پر مخ نه وړي او د افغانستان چارې به د نوموړي مخکینی مرستیال ټام ویست په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په قطر کې د امریکا له سفارت څخه څاري.

سي ان ان ویلي چې لا څرګنده نه ده چې زلمي خلیلزاد ته به کوم بل ماموریت وسپارل شي او که نه.

زلمی خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی ټاکل شوی وو او تر دې وړاندې یې عراق او افغانستان کې د امریکا د سفیر دنده هم اجرا کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفی ورکړې.

بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې کلونه کلونه یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.

بلېنکن زیاته کړې چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي.

خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی و.

هیره دې نه وي چې خلیلزاد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ اوږده مذاکرات کامیاب کړل چې په پایله کې یې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووتل او د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت را وپرځید او د هیواد واګې په بشپړه توګه طالبانو ته وسپارل شوې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي