د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې پر طالب چارواکو غږ کړی دی چې د خپل ولس ستونزې حل کړي.
نوموړي تېره شپه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، پر طا لبانو دا شکر واجب دی چې واک ته رسېدلي او اوس د واک ساتل مهم دي.
دده په خبره د نوي حکومت چارواکو ته په کار ده چې د خپل ولس غږ واوري، له دوی سره دې مهربانه وي، ستونزې یې واوري او په خبره یې که دا چاره ترسره نه کړي نو ددې احتمال شته چې واک یې بېرته له لاسه ووځي.
مولوي محمد حسن اخوند دغه راز ویلي چې طا لبان د ولس په مرسته واک ته رسېدلي او په خبره یې که اوس ولس ته شا اړول کېږي دا د منلو نه ده.
مولوي محمد حسن اخوند دغه راز په خپلو خبرو کې اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او په خبره یې دا فساد او ستونزې له تېر حکومت په میراث پاتې دي.
همدا راز یې له نړیوالو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی او وایي دوی له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.
همدا راز یې د ښځینه وو د تعلیم او کار په اړه هم نظر څرګند کړ او په خبره یې د ښځو د تعلیم لپاره به مصونه فضا برابروي.
رییس الوزرا دغه راز وویل چې حکومتي ادارې فعالې دي، پخواني کارکوونکي خپلو دندو ته راځي او په خبره یې هېڅوک یې د ګواښلو، ځورولو او یا سپکولو حق نه لري.
هغه زیاته کړه چې نړیوال دې د افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو له دغه بحراني حالت څخه دوی او ولس راووځي.
نوموړي بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو ته هم ډاډ ورکړ چې طا لبان د هېچا کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.
د طا لبانو د کابینې مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې حکومت یې د نړۍ هېڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
نړیواله ټولنه له طا لبانو غواړي چې لومړی یو ټولګډونی حکومت جوړکړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او د افغانستان پر خاوره د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.
په ورته مهال مرستندویه ادارې وایي، د طا لبانو په رسمیت نه پېژندل کېدو او افغانستان سره د بشري مرستو د بندیدو له کبله دا هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې راتلونکو څو میاشتو کې ښایي د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
بل لور ته امریکا او اروپایي ټولنې د افغانستان د دولتي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني هم کنګل کړې او طا لبان ورته لاسرسی نه لري.
طالبانو بیا بیا له دې هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، خو تر اوسه یې دا غوښتنه نه ده منل شوې.
د یادونې ده چې د رییس الوزراء د تېرې شپې څرګندونو د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.
د الوزراء دغو خبرو ته عامو خلکو سخت غبرګون ښودلی چې ولس دې له موږ ډوډۍ نه غواړي بلکې خدای ته دې په چیغو او راریو شي.