ریال ماډریډ لوبه وګټله، خو بارسلونا بیا مساوي کړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۹مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه ریال ماډریډ د ختافې سره او بارسلونا بیا د اسپانیول فوټبال لوبډلي سره ولوبېده.
د ریال ماډریډ او ختافې لوبډلو ترمنځ لوبه د ختافې په کوربتوب پرون ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۰ ختافې ته په خپل کوربتوب سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی ګول خپله د ختافې یوه لوبغاړي ډيویډ سوریا د لوبي په ۳۴مه دقیقه کي خپل د ګول پر دروازې وواهه، خو نور دوه ګولونه بیا د ریال ماډریډ لپاره د لوبي په ۵۳مه دقیقه کي راپایل واران او په ۹۵یمه دقیقه کي بیا لوکاموډریچ وواهه.
0 La Liga Santander Getafe v Real Madrid ریال ماډریډ لوبه وګټله، خو بارسلونا بیا مساوي کړه
د بارسلونا او اسپانیول فوټبال لوبډلو ترمنځ بیا لوبه پرون ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د اسپانیول په کوربتوب ترسره سوه، چي دا لوبه بیا دوه ګولونه په مقابل کي د دوو ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
په یاده لوبه کي د اسپانیول لپاره ډیویډ لوپز د لوبي په ۲۳مه او وي لويي بیا د لوبي به ۸۸یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
د بارسلونا لپاره بیا لیویز سواریز د لوبي په ۵۰مه او آرتو ویډال بیا په ۵۹مه دقیقه کي ګولونه ولګول.
mini 2020 01 04 ESPANYOL BARCELONA 39 ریال ماډریډ لوبه وګټله، خو بارسلونا بیا مساوي کړه
په دې سره د بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو نمرې ۴۰ ـ ۴۰ مساوي سوې، خو بیا هم بارسلونا تر ریال ماډریډ د ډیرو ګولوهنو په مټ د جدول په لومړي او ریال ماډریډ بیا په دوهم ځای کي شتون لري.