ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ پایلوبه د دوو اسپانویو لوبډلو ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي پکښي ریال ماډریډ په پینالټيو کي اتلاتیک ماډریډ ته په ماتي ورکولو سره یاد جام وګاټه.
medium 2020 01 13 245ddc47d0 ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه
د دې دوو زورورو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا په جم او جوش د زرګونه مینوالو په شتون کي د سعودي عربستان په کوربتوب راپيل سوه.
دې دوو ټیمونو لوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسوله، چي وروسته ۳۰ دقیقې نور اضافي وخت ورکړل سو.
Super Cup football ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه
په هغه وخت کي هم هیڅ یوه لوبډله ونه توانېده، چي ګولوهنه ترسره کړي، خو دواړو لوبډلو د ګولوهني چانسونه له لاسه ورکړه او لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده.
وروسته د ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ د سوپر کپ یاده پایلوبه تر پینالټيو پوري ورسېده، چي په پینالټيو کي بیا ریال ماډریډ ۴ ګولونه پر ۱ اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.

07af004adee645deb3c007e1301c4933 ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه
Real Madrid’s Sergio Ramos holds up the trophy, at the end of the Spanish Super Cup Final soccer match between Real Madrid and Atletico Madrid at King Abdullah stadium in Jiddah, Saudi Arabia, Monday, Jan. 13, 2020. (AP Photo/Hassan Ammar)

د اسپانیا هیواد په یاد سوپر کپ کي د ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ ترڅنګ دوو نورو قوي لوبډلو بارسلونا او والینسیا هم  شتون درلود.
ریال ماډرید ـ والینسیا ته او اتلاتیک ماډریډ بیا بارسلونا ته په ماتي ورکولو سره پرونۍ پایلوبي ته لاره پیداکړې وه.