رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر او د یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تېره شپه د ۲۰۲۰م کال لومړۍ لوبه ترسره کړه او په یاده لوبه کي ئې درې ګولوهني ووهلې.
81215415 3016340475095068 6675648366589771776 n رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ
د ایټالیا هیواد په لومړۍ درجه لیګ (سیر اې) کي تېره شپه یوونټوس لوبډله د کالیاري فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي یوونټوس لوبډله وتوانېده، چي کالیاري لوبډلي ته ۴ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړي.
په یاده لوبه کي د نړۍ قوي فوټبالر کریسټیانو رونالډو د لوبي په ۴۹تمه، ۶۷مه او ۸۲یمه دقیقه کي درې ګولونه ولګول او د لوبي په ۸۱یمه دقیقه کي ئې بیا بل بریدګر لوبغاړي هیګواین ته د ګول پاس ورکړ او هغه په ګول تبدیل کړ.
82581694 3016340461761736 2131036508826632192 n رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ
رونالډو، چي تېره شپه ئې درې ګولوهني ترسره کړې او یو ځلي ئې بل لوبغاړي ته د ګول زمینه برابره کړه، ۲۰۲۰م کال طوفاني راپيل کړ او داسي څرګندیږي، چي په ۲۰۲۰م کال کي به د لوبډلي تر څنګ د ډیرو ځاني لاسته راونو لپاره ډېر پلانونه ولري.
رونالډو، چي تېر ۲۰۱۹م کال چندان ښه ونه لوبېد او د ډیرو مینوالو په زړونه کي ئې دا ویره ورواچوله، چي نور به دا لوبغاړی ښې لوبي نکړي ترسره.
خو رونالډو څو ورځي مخکي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي د پخوا په ډول هرې لوبي ته چمتوالی نیسي.
81459261 3016340531761729 5059486623037652992 n رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ
د رونالډو بل سخت سیال میسي بیا تېر کال خورا ښه تېر کړ. هغه په تېر کال کي شپږم د سرو زرو توپ، شپږم د سرو زرو بوټ او د هغه ترڅنګ د یو شمېر بنسټونو له لوري د کال تر ټولو غوره فوټبالر اعلان سو.
77387121 2932698226792627 8078901816705679360 o scaled رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ
دا لا نده معلومه، چي په ۲۰۲۰م کال کي به د کوم یوه لوبغاړي بخت خلاص وي، چي د لوبډلي ترڅنګ د ځان لپاره به لاسته راوني او فردي جایزې ترلاسه کړي.