ژباړه
یوه امریکايي څېړونکي ویلي چې د ګرم چای څښل په سرطان د اخته ګېدلو ګواښ زیاتوي.
روغتیاپال فرهاد اسلامي، د امریکا د سرطان ناروغۍ ټولنې فعال غړي، ویلي پداسې حال کې چې د چای څښل د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي، ناسمه استفاده یې روغتیا ته جدي ګواښونه لرلای شي.
دې نوې څېړنې چې ارزښت ناکې پایلې وړاندې کړي، د لسو کلونو د څېړنې پايله ده، چې د ٤٠ – ٥٠ زره کسانو تر ٧٥ کلنۍ پورې برخه اخیستې، د ښاغلي اسلامي او همکارانو څېړنه د تېر برخلاف، د دقیقې ارزونې له مخې په بېلابېلو تودوخو کې د ګرم چای څښلو اړیکه د کارسینوم رامنځته کېدلو کې ثابته کړه. د څېړنې په دغه موده کې، د مرۍ د سرطان ٣١٧ پېښې ثبت شوي دي.
د څېړنې پر بنسټ، د ورځې ٧٠٠میلي ليټره/ دوه پیالې چای د ٦٠ درجې تودوخې سره، د همدومره اندازه چای چې تودوخه یې له ٦٠ سانتي ګرېډ کمه وي، د مرۍ د سرطان ګواښ ٩٠% زیاتوي.