
روسیې ویلي له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده.
د روسیې د ملي امنیت شورا غړو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دوی همدا راز ویلي چې تر دې دمه له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر وخت مخکې کار دی او دغه راز د امارت راګرځېدل ورته د منلو نه دي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشف ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی د هغو سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب ګرځي.
روسیې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې سره همکار دي.
تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.
هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.
لاوروف زیاته کړه تر اوسه پورې د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی.
لاوروف داسې مهال د دوحې بهیر ټکنی وباله چې له پنځو اوونیو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې مرکچي ټیم او طالبانو تېره اوونۍ ناسته ترسره شوه.
د یادونې ده چې د پنجشنبې ورځ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سولې د خبرو او د ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره روسیې ته تللی چې تر اوسه له دغه سفر راګرځیدلی نه دی.