روبینه جلالي د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وټاکل سوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پنجشبنې په ورځ په مرکز کابل کي د ځغاستي یا اتلتیک ملي فدراسیون د رهبرۍ لپاره غونډه جوړ سوې وه، چي پکښي روبینه جلالي د افغانستان ځغاستي ملي فدراسیون رئيسه وټاکل سوه.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي د فدراسیون د استازولۍ لپاره د هغې سره هیچا ځان نکړ نوماند، چي هغه د ۳۰ مثبتو رایو په خپلولو سره د یادي چوکۍ ګټونکې سوه.
82427973 898512537231942 7235208804835524608 o روبینه جلالي د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وټاکل سوه
د یادي چوکي لپاره د رایو د ټاکنو په موخه د ولایتونو څخه د ځغاستي فدراسیون مسئولین ورغلي وه او د یاد فدراسیون لپاره ئې روبینې جلالي ته رایه ورکړه.
روبینه جلالي به د څلورو کلنو لپاره د افغانستان د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وي.
81770616 898512330565296 4426275329685848064 o روبینه جلالي د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وټاکل سوه
روبینه جلالي د اُلمپيک په نړیوالو سیالیو کي له افغانستان لومړنۍ لوبغاړې ده، چي د ځغاستي په برخه کي ئې ګډون کړی وو او د ځغاستي په برخه کي د خپل وخت تکړه لوبغاړې وه.
0b9b93f36145bc49f589bd19cc632d6111bfd281 روبینه جلالي د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وټاکل سوه
هغه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸م کلنو کي د المپیک په نړیوالو سیالیو کي د افغانستان په استازولۍ ګډون کړی وو.
هغه د دې ترڅنګ د اُلمپيک په ملي کمېټه کي د ښځو د برخي معاوینه او په ولسي جرګه کي د کابل د خلګو استازې ده.