ليکنه: صابر حميدي
راتلونکې میاشت سیربهادر زاده د اتریشي سیال سره لوبیږي.
د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه او نوموتی لوبغاړی سیر بهادرزاده د راتلونکي سپټمبر میاشتي په ۲۸مه نېټه د اتریشي سیال، چي په اصل کي د روسیې دی لوبیږي.
د سیربهادر زاده یاد اتریشی سیال اسماعیل نوردیف نومیږي، چي د یاد هیواد ډېر تکړه لوبغاړی دئ.
د بهادر زاده او نوردیف ترمنځ دا لوبه د آزادي مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه ده.
دا لوبه د ESPN په نوم یو نړیوال ورزشي چینل په ژوندۍ بڼه خپروي.
دا سیالي به په داسي مهال ترسره سي، چي یو بل افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز هم په یوه چلینجي لوبه کي راتلونکې میاشت د روسي لوبغاړي کاناکوف سره لوبیږي.
د افغانستنان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز څه موده مخکي د روسیې هیواد تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د لوبېدو چلینج ورکړی وو، چي هغه هم ومانه او اوس دا دواړه لوبغاړي د راتلونکي سپټمبر میاشتي په ۲۷تمه نېټه سره لوبیږي.
مبارز وروسته له هغه دې قوي لوبغاړي ته چیلینج ورکړ، چي دې لوبغاړي دوه افغانان احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي ته ماته ورکړه.
اوس دې افغان لوبغاړي دې سختي لوبي ته په ټایلینډ هیواد کي تمرینونه پيل کړي او په بېلابېلو سختو تمرینونو بوخت دئ.
ټاکل سوې د مبارز او کاناکوف ترمنځ دا لوبه په نړیوال سازمان MMA یا ACA کي ترسره سي.
د روسیې هیواد تکړه لوبغاړی دینیس کاناکوف د ډېرو بریاوو په خپلولو سره د آزادي مبارزې قهرمان لوبغاړی پېژندل سوی.
افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ویلي، چي کاناکوف ته به په خپل کور کي سخته ماته ورکړي او د احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي غچ به له دې روسي لوبغاړي څخه واخلي.