د ۱۴ م پړاو اسیا جام لوبې سبا پیل کیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیايي شورا لخوا د اسیا جام سیالۍ سبا پیل کیږي، چې پکې به په لمړۍ لوبه کې بنګله دیش د سریلنکا خلاف بخت و ازمايي.
په دغه جام سیالیو کې ۶ لوبډلې افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ شامل دي، چې پکې افغانستان د دویم ځل او هانګ کانګ د لمړي ځل لپاره ګډون کوي.
همدا راز د دغه لوبو په دویمه لوبه کې به پاکستان د هانګ کانګ، دریمه لوبه کې افغانستان د سریلنکا، څلورمه لوبه کې هند د هانګ کانګ، پنځمه لوبه کې پاکستان د هندوستان او د لمړي راونډ په وروستۍ شپږمه لوبه کې به افغان لوبډله د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.
د دغه لوبو په په لمړي پړاو کې ګټونکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته لار پیدا کوي، چې هلته به د درې نورو لوبو د ترسره کیدو وروسته پای لوبې ته د رسیدو په موخه دوه لوبډلې په ډاګه شي.
د کرکټ اسیا جام سیالیو لمړی پړاو په ۱۹۸۳ م کال کې پیل شو، چې پکې هندوستان د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه، خو په ترسره شویو ۱۳ پړاونو کې ۶ځلې بیا هندوستان، ۵ ځل سریلنکا او دوه ځلې پاکستان د اتلولۍ جام ګټلی دی.
د ۱۴ م پړاو دې اسیا جام سیالیو وروستۍ لوبه به د روانې سیپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي، او هم به په دې پړاو کې هندۍ لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.