لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري
کله چې یو ماشوم د ۱۳ کلنۍ عمر ته رسېږي هغه نوې ځوانۍ ته پښه ږدي او د بدن جسمي او ذهني وده یې پيلېږي.
ارواپوهان وايي چې د ۱۳ کلنۍ عمر په ځانګړي ډول په هلکانو کې د ديارلس کلنۍ عمر د بالغېدو د دورې پيل دی. نو له همدې امله په دغه عمر کې د انسان بدن ډېر بدلون مومي.
په معمولي ډول په هر کور کې ماشومان شته او هغوی ارومرو یوه ورځ د ۱۳ کلنۍ عمر ته رسېږي، نو که غواړئ، د نوي ځوانانو يا د ۱۳ کلنو نجونو او هلکانو په ځانګړنو پوه شئ زموږ نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ! موږ به په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د نوي ځوانانو د جسمي او ذهني ودې او د هغوی د چلند په اړه معلومات درکړو.
په ډېريو کورنيو کې مور او پلار د خپل ماشوم د ناڅاپي بدلونونو له امله حیرانېږي او نه پوهېږي چې د خپل ۱۳ کلن/ې زوی/ لور سره څه ډول چلند وکړي او څه ډول د هغوی تمې پوره کړي.
د ډېریو ماشومانو د بالغېدو سن له ۱۳ کلنۍ نه پيلېږي خو ځينې ماشومان له ۱۳ کلنۍ نه وړاندې د خپل بلوغ سن پيلوي، دا چې ځينې ماشومان له ۱۳ کلنۍ نه وړاندې د بالغېدو سن پيلوي دا د ماشوم هورمونو او ارثيت پورې تړاو لري.
د نوي ځوانانو او يا د ۱۳ کلنو ماشومانو ځانګړنې او بدلونونه
لومړی: فزيکي بدلونونه
۱_ د نوي ځوان د بدن انرژۍ د کچې ډېروالی.
۲_ د قد لوړوالی، په ځانګړي ډول په نجونو کې.
۳_ په هلکانو کې د غږ بدلون.
۴_ هورموني بدلونونه.
۵_ د بدن په بېلابېلو برخو کې د وېښتانو پیدايښت.
پام مو وي چې کېدای شي ځينې نوي ځوانان له ۱۳ کلنۍ نه وروسته يا وړاندې دا ځانګړنې پيدا کړي، حتمي نه ده چې په ۱۳ کلنۍ کې د نوي ځوان په بدن کې دا ځانګړنې پيدا شي.
دویم: ټولنیز بدلونونه
۱_ ظاهري څېرې ته ډېر پام کول
په دې عمر کې ستاسو ماشومان د خپلې ظاهري څېرې او د خپلو جامو د تنظيمولو لپاره ستاسو او د نورو نظرونو او مشورو ته اړتیا لري، نو ارومرو په دغه عمر کې له هغه سره په دغې برخې کې مرسته وکړئ!
۲_ په چلند کې یې چوپتیا او ارامتیا
په دغه عمر کې ماشوم د خپل عمر د نورو کلونو په پرتله ډېر ارامه رویه کوي او په خپلو خبرو کې چوپتیا غوره کوي. هغوی په دغه سن کې له شوخۍ نه لاس اخلي.
۳_ حساسیت
کېدای شي پام مو شوی وي په دغه عمر کې ستاسو ماشومان د ماتیدلو احساس کوي او کېدای شي ستاسو او يا د نورو شاوخوا خلکو په یوه واړه حرکت سره خپه شي او احساساتو ته یې زیان ورسېږي.
۴_ يوازېتوب
په دې عمر کې نوی ځوان يوازېتوب ته اړتیا لري او په معمولي ډول په دې عمر کې ډېری ماشومان خپل ډېر وخت په خپلې خونې کې تېروي او په کور کې د اوسېدو سره یې علاقه ډېرېږي او د باندې تګ خوند نه ورکوي.
۵_ د مینې او صمیمیت اړیکه ته اړتیا
په دغه عمر کې ټول نوي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې مينې او له صمیمیت نه ډکو اړيکو ته اړتیا لري. که په دغه عمر کې کورنۍ د نوي ځوان دا غوښتنې پوره نه کړي هغوی دې ته اړ کېږي چې د کور نه بهر دا ډول اړيکې ولټوي چې بیا وروسته ښې پایلې نه لري.
۶_ له ټېکنالوجۍ سره مینه
په دغه عمر کې ماشومان ډېری وخت په کور کې تېروي نو له همدې امله د هغوی مینه له ټېکنالوجۍ سره پيدا کېږي او هغوی له ګيمونو، ويډيوګانو او يا نورو کمپيوټري لوبو له لوبولو سره خپل وخت تېروي.
درېيم: په خبرو کې بدلون
۱_ ډېرې اوږدې پوښتنې ته یوه کلمه ځواب ورکوي.
۲_ په خپلو خبرو کې د کوڅې او يا بازار ژبه کاروي او بې معنا خبرې کوي، تر څو خپله کورنۍ او همزولي تر اغیزې لاندې راولي.
۳_ په لوړ غږ غږېږي.
۴_ په چټکتیا سره خبرې کوي.
۵_ په زشتۍ سره خبرې کوي.
۶_ کله کله په خپلو خبرو کې بې ادبي کوي او له چوکاټ نه وتلې خبرې کوي.
څلورم: مثبت بدلونونه
۱_ له سپورټ سره مینه پيدا کوي.
۲_ خپل ظاهر ته ډېره پاملرنه کوي.
۳_ خپل نظافت ته ډېره پاملرنه کوي.
۴_ خپل خوراک ته ډېره پاملرنه کوي.
۵_ د پیسو ساتلو او په ځای کارولو ته یې ډېره پاملرنه کوي.
پينځم: منفي بدلونونه
۱_ ډېره موسيقي اوري.
۲_ درس او ښوونځي ته تګ ورته ستونزمن ښکاري.
۳_ د خندا وړ او بې ځایه کارونه ترسره کوي.
۴_ له سینګار سره مینه پيدا کوي.
۵_ د سینګار توکي ساتي.
۶_ د موسيقۍ البومونه ساتي.
حیرانونکې ده که پوه شئ چې په دې عمر کې کېدای شي ایينه د انسان ښه ملګری او یا تر ټولو بد دښمن وي، ځکه په دې سن کې انسان ته تر ټولو ارزښتمن څېز د هغه څېره ده.
په پای کې د دې يادونه اړينه ده چې د ۱۳ کلنۍ په عمر کې پر ماشوم د هغه د همزولو فشارونه زیاتېږي او هغه دې ته اړ کېږي چې په خپل وجود کې ځينې لاسي بدلونونه راوړي د بېلګې په توګه کېدای شي د ټولنې او یا کورنۍ د دود پر خلاف جامې واغوندي، له حد نه ډېره موسيقي واوري، خپلو خبرو ته پام ونه کړي او هغه معيارونه چې کورنۍ ورته ټاکلي دي، له منځه يوسي.