د یوه امریکایي ښکاري حیرانونکې کیسه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یو امریکایی ښکاري وایي وروسته له دې چې یوه غټ نهنګ راباندې حمله وکړه او په خوله یې ننویستم او بیا یې په خوله کې کیکاږلم تر څو تېر مې کړي، خو له څو ثانیو وروسته مخکې له دې چې خېټې ته مې کړي د یوې معجزې په ډول له مرګ څخه و ژغورل شوم.
د ماساچوستن ایالت په پروفیسټاون کې یو امریکایي ښکاري مایکل پاکارډ د لامبو وهلو په حالت کې د یوه غټ نهنګ له برید سره مخ کېږي او له ۳۰ تر ۴۰ ثانیو پورې د نهنګ په خوله کې پاتې کېږی.


۵۶ کلن پاکارډ کیپ کوډ تایمز ورځپاڼې ته ویلي، زه او ملګري مې د جمعې په سهار په کښتۍ کې سپاره شوو او د بهار پر لور روان شوو، هوا ډېره ښه وه او د لید وړتیا هم ښه تر سترګو کېده؛ نو ما هم له کښتۍ څخه اوبو ته ور ټوپ کړه، ناڅاپه هر څه راته تیاره شوه او ځان مې د یوه لوی نهنګ په خوله کې ولید، په ټول وجود مې یو بار او زور احساس کړ، په لومړي سر کې مې داسې فکر وکړ، چې د کوسه کب په خوله کې ولویدم، خو وروسته پوه شوم، چې بې غاښو نهنګ دی. هغه وخت مې داسې فکر وکړ، چې لاړم او نهنګ تر ستوني تېر کړم او مړ شوم. زړه مې خپلو دوه بچو او میرمنې ته درد کاوه، چې وروسته زما له مرګه به دوی څه کوي، بیا د خپلې میرمنې هغه خبره رایاده شوه، چې راته ویل به یې دا کار پریږده او کوم بل کار ځان ته پیدا کړه، خو ما له خپل کار سره مینه لرله.

ناڅاپه نهنګ د اوبو سطحې ته را جګ شو، خوله یې خلاصه کړه او زه یې له خولې په اوبو کې و غورځولم، لکه زړه یې چې راباندې وسوځي او له مرګ څخه و ژغورل شوم؛ چې دا دی او ستاسې مخې ته رک روغ ناست یم او خپله کیسه کوم.
وروسته له دې چې پرکارډ د نهنګ له خولې راووت، روغتون ته یوړل شه، چې له چک کولو وروسته دا هم څرګنده شوه، چې د پارکارډ وجود ته نهنګ کوم جدي زیان نه وو رسولی او هغه بېخي رک روغ وه او له روغتون یې رخصت کړ او کور ته یې واستاوه. یاد نهنګ چې پر مایکل پارکارډ یې حمله کړې وه، ۱۵ متره یې اوږدوالی وه او ۳۶ ټنه وزن یې درلوده. یوه کارپوه د کیپ کود تایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې دا ډول نهنګان انسان له ستونې نه تېروي. د سمندري ژوو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د دا ډول کبانو شمېر لږ تر لږه شپېته زره ته رسېږي.