د کډوالو نړیوال سازمان: د مرستې رسونې بهیر کې د چا مداخله نه منو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کډوالو نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه مني.

په افغانستان کې ددغه ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوي.

ای. او. ایم وایي دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایش او مداخله کېدای شي دا بهیر زیانمن کړي، نو له همدې امله پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا نه دي ویلي چې څوک یې په چارو کې مداخله کوي خو وایي دوی هڅه کوي تر اړمنو کسانو خپلې مرستې ورسوي او دا یې مهمه موخه ده.

یادې ادارې ویلي د مرستو د ډېرولو او پراختیا تکل لري.

په ورته وخت کې اندونیزیا وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو وديدو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت څاري او د بشري حالت په اړه اندېښمن دي.

هغه وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي.

د اندونیزیا ولسمشر دغه راز په افغانستان کې د ښځینه وو د حقونو پر ساتلو هم ټينګار کړی دی او وايي ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.

اندونیزیا وایي په علمي برخه کې هم له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دي.

اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دي او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکارې درلودلې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي