د کووېډ-١٩ انټي باډي د منتن کېدو وروسته ٩ مياشتو پورې بدن کې پاتې کېږي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه

د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي، چې په دغه وايروس اخته ناروغان له منتن کېدو، ٩ مياشتو پورې په خپله وينه کې له انټي باډي برخمن دي.

د يونايټدپرس د راپور سره سم، دا نښې نښانې د هغو کسانو په اړه چې کورونا يې د څرګندو نښو او يا هم بې نښو تېره کړې وي، صدق کوي.

د دغه څېړنې لاسته راوړنې چې د لندن د امپريال پوهنتون څېړونکو ترسره کړې، روښانه کړې: د اېټاليا د Vo سيمې د ٩٩% کمو اوسېدونکو چې په مارچ او فبرورۍ کې د کوويډ-١٩ ناروغي تېره کړې وه، تر نوامبره پورې د کورونا وايروس پر وړاندې انتي باډي لرله. د Vo اوسېدونکي د دغې وبا په لومړيو پړاوونو کې، په دغه ناروغۍ د اخته کېدو لوړ حجم تجربه کړې دی.

د دغې څېړنې پايلې د اېټاليا د Vo د ٣٠٠٠ کسانو د نږدې ٨٥% د وينې د بېلګو د تجزيې او تحليل تر لاسه شوي دي.
دغې څېړنې روښانه کړه چې د اخته کسانو د وينې د انټي باډي سطحه، د نهو مياشتو په موده کې ټيټه شوه- خو دغو سطحو په هغو کسانو کې چې د کوويډ-١٩ ناروغۍ روښانه نښې لرلې يا نه، يو ډول وو. (انټي باډي هغه حجرې دي چې د بدن دفاعي سيسټم په واسطه د وايروسونو د مقابلې لپاره توليدېږي.)

د دې څېړنې يو ليکوال، “ايلاريا دوريګاټي” په مطبوعاتي غونډه کې وويل: «موږ په دې اړه چې د نښو لرونکو او بې نښو انتانونو د انټي باډي ترمنځ د پاوم وړ، مدرک ونه موند. دا موضوع ښيي چې د بدن دفاعي غبرګون وړتيا د انتان په شدت او نښو پورې تړاوو نه لري.
څېړونکو وويل، پر دې سربېره، د دې څېړنې ځينو ګډونوالو، د وخت په تېرېدو د انټي باډي کچه لوړه شوې چې دا موضوع د وايروس سره د بيا ځلي احتمالي انتان ښودونکى ده، چې د بدن د دفاعي سيسټم د زياتېدو سبب کېږي.

دا چې څومره موده پخوانى انتان د کوويډ- ١٩ پر وړاندې مقاومت کوي، په علمي ټولنه کې د بحث وړ يوه موضوع ده، خو ډېرى څېړنې ښيي، چې د وايروس له امله معافيت لږ تر لږه درې مياشتې دوام کوي.

برعکس، څېړنو ښيي د “فايزر” او “مدرنا” واکسينونو له امله وړاندې شوى معافيت، ممکن کلونه کلونه دوام وکړي.

د دې څېړنې شرح په Nature Communications نشريه کې خپره شوې ده.

د کورونا وايروس/ کوويډ – ١٩ ناروغي د ٢٠١٩م د ډسامبر په وروستيو کې د چين په ووهان ښار کې راپور ورکړل شو او د روغتيا نړيوال سازمان د ١٣٩٨ه.ش کال د حوت/کب په ٢١مه دا وايروس يوه نړيواله وبا ونوموله.

ډېرى هېوادونه لکه امريکا، ايران، هند، روسيه، چين، انګلستان … د واکسين جوړولو ډګر ته ووتل او د پام وړ لاسته راوړنې يې هم درلودې.  اوسمهال د دغه وايروس پر وړاندې واکسيناسيون په زياتره هېوادونو کې د اجرا په حال کې دى.