د ۲۰۱۷ م کال د کرکټ په تاریخ کې یو له هغه کلونو څخه و، چې پکې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبوډلو د پول میمبر شیف یا پوره غړیتوب ارمان پوره شو.
داوړو لوبډلو ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ یا ۵ ورځینیو سیالیو درجه ورکړل شوه او د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه لوبډلو په لیست کې شاملې شوې.
په دې کال کې د افغانستان لپاره نور ښه او بد زیري هم شامل وو، د کورني کرکټ څلور ورځینیو سیالیو ته د فرسټ کلاس یا لمړۍ درجه لوبو حیثیت ورکړل شو، د کورني کرکټ ستوري لوبغاړي بهیر محبوب د فرسټ کلاس سیالیو کې د سلیزو ریکارډ جوړ کړ، ملي لوبډلې پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو ته ماتې ورکړې، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې بنګله دیش څخه په کور کې د سیالیو سیریز وګټلو، د شپږیزې لیګ سیالیو ته د لوبغاړو نیلامي وشوه، بهرني لوبغاړي هم پریمانه د روزونکو او مبصرینو سره یو ځای کابل ته راغل.
د همدې کال په ورستۍ ډیسمبر میاشت کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ م کال څخه د راپیل شوي انټر کانټینیټل جام سیالیو اتلولي خپله کړه.
خو د کرکټ مینه والو لپاره بد خبر بیا د شهزاد محمدي بندیز و، چې د هر قسم کورني، بهرني او نړیوال کرکټ څخه منع شو، چې د مینه والو د کرکټ مینه یې بې مینې کړه.
د شهزاد بندیز د کرکټ مینه والو زړونه مات کړل، خو په همدې ۲۰۱۷ م کال کې د هندوستان مشهوره کرکټ تجارتي لیګ اي پي ایل سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو لوبیدو سره د مینه والو نظر د شهزاد څخه د محمد نبي او راشد پر لورې شو. دغه سیالیو ځکه خوند پیدا کړ، چې د بهرنیانو ترڅنګ میلونونه افغانانو د دغه سیالیو د لیدو لیوالتیا پیدا کړه، ځکه چې دوه افغان لوبغاړي په لمړي ځل دغه سیالیو کې لوبیدل او ټول لیګ هم دوي په سر را واخیست.
هرې خواته راشد خان و، نه لوبغاړی معلوم و، نه روزونکی معلوم و، نه فلمي ستور معلوم و، مبصرین خو پریږده، ځکه چې د راشد خان سیالیو ته همدوي رنګ او خوند ورکړی و، د راشد خان په میدان کې د لوبې نندارې په طمع و.
راشد خان سره سم نبي هم میدان کې راڅرګند شو، خوند خو د سیالیو ځکه زیات شو، چې محمد نبي په ټول افغانستان کې د خلکو په زړونو کې ځای درلود او په لمړۍ سیالۍ کې یې انګلستانی لوبغاړی له مخې پورته کړ. بیا نو اي پي ایل کې له افغان لوبغاړو پرته بل چاته سترګې نه وي، یوازې افغان لوبغاړي ول.
د اي پي ایل وروسته نبي او راشد د ویسټ انډیز غوره لیګ ته ولاړل، ورپسې د بنګله دیش د کورني کرکټ لیګ پیل شو، چې پکې ۵ لوبغاړو ګډون وکړ، د نبي او راشد سره سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران او ظاهر خان هم د دغه لیګ ګډونوال شول.
په متحده عربي اماراتو کې د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو پیل وشو، چې پکې د محمد نبي ترڅنګ اضغر ستانکزي، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، ظاهر خان او مجیب ځدران ته د لوبیدو چانس ورغی.
راشد خان د اسټرالیا مشهوره بیګ باش سیالیو کې هم د لوبیدو تړون ترلاسه کړ، خو محمد نبي یې هم ملګری و.
تر ټولو د خوښۍ خبر او زیری بیا دا و، چې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه او د لمړي ځل لپاره په دوه مسلسل سیالیو کې یې پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته په ریکارډ سره ماتې ورکړه.
په ټوله کې ۲۰۱۷ م کال د کرکټ په ډګر کې د افغانستان لپاره د لاسته راوړنو ډک کال و.
له افغانستان اخوا په بهرني او نړیوال کرکټ کې بیا د ویرات کوهلي سلیزو نړیوال کرکټ ته رنګ ورکړی و، د ډیویډ میلر او روهیت شرما تیز ترینو سلیزو خلک حیران کړل، چې په ۳۵ بالونو لوبولو سره جوړې شوې.
د شاهد افریدي، یونس خان، مصباح الحق، اشیش نیهرا او داسې نورو نړیوال کرکټ پای ته ورسید.
سریلنکا، پاکستان ته په ټیسټ سیالیو کې کلین سویپ ورکړ، خو پاکستان بیرته سریلنکا د لوبو ګټلو پسې ړنده کړه، د یو پر ځای یې دوه غبرګ کلین سویپونه وخوړل.
هندوستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.
د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په نوې بڼه ۱۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې، چې پکې د کرکټ پخوانیو او اوسنیو لوبیدونکو مشهوره لوبغاړو ګډون کړی و.
د بنګله دیش د کورني کرکټ بې پي ایل په تجارتي سیالیو کې د کریس ګیل مسلسل سلیزو د رانګپور رایډرز لوبډله بریا ته ورسوله.