د کرکټ ملي لوبډله زیمبابوې ته رسیدلې ده، لومړۍ لوبه به د مارچ په ۴مه وکړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف د دوه سیریزونو د ګټلو وروسته د کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوراوي پړاو کې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې ده.
د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه پرلپسې کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره پیل شوه، چې د لمړي ۲۰ اوریزه سیریز وروسته افغان لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبو په سیریز کې هم زیمبابوې څخه ۴ د ۱ مقابل کې بریا خپله کړه.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دواړو سیریزونو یا لړیو کې ټولې ۷ لوبې ترسره شوې، چې په ۶ لوبو کې افغانستان او یوازې یوه لوبه کې زیمبابوې بریا خپله کړه.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ترسره شوي دي، چې لمړۍ یې ۲ د ۲ مقابل کې مساوي، خو پاتې ۴ سیریزونو یا لړیو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.
د زیمبابوې خلاف د پرلپسې سیریزونو د ګټلو وروسته اوس افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون کوي، چې په زیمبابوې کې ترسره کیږي.
د غوراوي پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډولو ګډون په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، پي این جي، متحده عربي امارات او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.

د غوراوي پړاو دغه سیالۍ د راتلونکې مارچ میاشتې د ۴ مې نېټې څخه پیلیږي، چې پکې به افغان لوبډله په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه نېټه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه نېټه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه نیټه د هانګ کانګ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه به د نیپال لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.
خو د دغه پړاو د رسمي سیالیو وړاندې به افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي، چې په لمړۍ سیالۍ کې به د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خلاف د فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه او د مارچ میاشتې په لمړۍ نیټه به په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د هالینډ خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې وړه ده، چې د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو دې سیالیو څخه به د انګلستان په کوربه توب د ۱۲ م پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې د ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې د ۳۰ مې نیټې څخه شروع کیږي په انګلستان کې پیلیږي؛ دوه لوبډلې لار پیدا کړي او د ۸ نورو لوبډلو سره به یو ځای شي.