د کرکټ لوبه چې په میلیونونو مینه وال لري او ورځ تر بلې نور رنګ او خوند راپیدا کوي، په یو شمیر هغو هېوادونو کې چې کرکټ ډیر نه کیږي، هلته یې هم مینه وال مخ پر ډیریدو او د دغه لوبې سره علاقه پیدا کوي، چې د انګلستان او اسټرالیا څخه تر اسیا او د اسیا څخه تر امریکا او نورو براعظمونو او هیوادونو ورسید، خو څوک چې دغه لوبې لا رنګینې، خوندورې او په لفظونو کې ښې را نغاړي، هغوی ته وايي د کرکټ مبصرین یا د نظر خاوندان، چې هم د لوبې په اړه وړاندوینه کوي او هم د لوبې روان حالاتو ته ځیر وي.
د کرکټ مبصرین باید کومې ځانګړنې ولري؟
د کرکټ لوبې د ښې تبصرې وړاندې کوونکي لپاره یو شمیر مهم ټکي دي، چې باید ویې ولري:
۱ – غږ او لهجه
د کرکټ د یو مبصر لپاره لمړی مهمه خبره دا ده، چې باید ښکلی، جذاب او له تاثیره ډک غږ ولري او ورسره د معیاري لهجې خاوند وي لکه د هندوستان راوي شاستري، هرشا بوګلي، د پاکستان رامیز راجا او داسې نور ډیر.
غږ هغه څه دی، چې خپل اوریدونکي د خپلو لفظونو څخه پرې متاثره کړې او ستا د هرې خبرې څخه لکه د کرکټ لوبې د ښه شاټ په څیر خوند واخلي او درسره تر وروستیو مله پاتې شي، ښه نه ده چې د لوبې په دوران کې دې غږ بند کړي.
۲ – د لوبې په اړه معلومات
د هرې لوبې په اړه چې تبصره یا کمینټري کیږي، نو باید مبصر پوره، دقیق او هر اړخیز معلومات ولري. دا چې خبره د کرکټ اړوند دلته کوو، نو باید د لوبې په اړه بشپړ معلومات، په اصولو او قوانینو پوهیدل، د لوبغالي د هر موقیعت یا پوزیشن څخه خبراوی، د لوبغاړو د تیر بګراونډ په اړه معلومات او داسې نورو ډیر تخنیکي برخو کې پوهیدل او خپله په هغه لوبه کې لوبیدل یې اړین ټکي دي.
۳ – د تبصرې پر مهال د بل ملګري سره هماهنګي
ډیر کله داسې کیږي، چې کمینټیټران د نه هماهنګۍ له کبله یو د بل خبره پرې کوي او یو بل سره د خبرو اترو د جوړولو توان نلري، چې دا غټه ستونزه ده، د یو بل په خبرو کې رالویږي او دواړو څخه خبره ګډه وډه شي، یا یو تیز لګیا وي لکه توپ وهونکی چې منډه وهي او بل داسي وي لکه ریپلی چې ښودل کیږي. دا چاره اوس په افغانستان کې په سیمه ییزو رسنیو کې تر ډیره لیدل کیږي.
۴ – بې پرې نظر
هر کله چې په یوه لوبه، لوبغاړي یا بل څه باندې تبصره کیږي، نو باید مبصر هر اړخیز معلومات ولري د کوم څه په اړه، چې تبصره کوي او بیا دې دواړه هم مثبت او هم منفي اړخ ته اشاره وکړي، بې پرې په دې معنی چې تبصره به یو طرفه نه کوي، که د افغانستان او زیمبابوې لوبه وي، نو د افغانستان صفت او د زیمبابوې سپکې سپورې به نه وايي، بلکې ریښتني او په میدان کې هر اړخ ته، هر قوي او د ضعف نقطې ته باید اشاره وشي. خو په افغانستان کې د غیرې مسلکي تبصره کوونکو لخوا دغه اصل زیانمن شوی دی، یو طرف نه زمریان او بل نه ټپوسان جوړ شي.
۵ – تبصره کوونکی باید شوخ مزاجه هم واوسي
تبصره په چغو او نارو نه کیږي، په قهر او غصې نه کیږي، دا چې کرکټ خلک د خوند او ذوق له کبله ګوري، نو د جالبه صحنو شاهدان هم وي، د لوبې په جریان کې بېلابېلې صحنې هم راځي، چې یو اړخ ته خوښونکې او بل ته مایوسه کوونکي وي او یا دواړو اړخونو ته جالبې وي، نو دې وخت کې کمینټیټر د لوبې جریان په جادوګرو لفظونو سره وړاندې کوي او خلکو ته لا خوښي او د لوبې څخه د خوند ډکې شېبې وړاندې کوي.