د کرکټ درې اړخیز سیریز د بنګله دیش په بریا پیل شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د بنګله دیش په کوربه توب د سریلنکا، زیمبابوې او بنګله دیش ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال د (Rocket Tri-Nations) په نامه د کرکټ درې اړخیز سیریز د کوربه بنګله دیش په بریا، خو د میلمه زیمبابوې په ماتې سره پیل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دې سیریز پیل په لمړۍ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ وشو، چې پکې بنګله دیش د ټاس په ګټلو زیمبابوې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې د ۵۰ اورونو څخه د ۴۹ اورونو په لوبولو د سکندر رضا د ۵۲ منډو جوړولو سره بنګله دیش ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکلو، چې په ځواب کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف د لوبې په ۲۹ م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په سوځیدو ور پوره کړ.
په سیالۍ کې بنګله دیش شکیب الحسن د ۳ لوبغاړو په سوځولو او ۳۷ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وتاکل شو.
د کرکت نړیوالې شورا لخوا په دې درې اړخیز سیریز کې به ټولې ۷ سیالۍ ترسره شي، چې پکې به درې واړه لوبډلې د پای لوبې وړاندې دوه ځلې یو له بل سره مخامخ شي.
د روان سیریز په دویمه سیالۍ کې به د راتلونکې چهار شنبې په ورځ زیمبابوې د سریلنکا سره مخامخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ (Rocket Tri-Nations) دغه ۵۰ اوریزه کپ سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې تر ۲۷ مې نیټې پورې د بنګله دیش په شیر بنګه کرکټ نړیوال لوبغالي کې دوام وکړي.