په معمولي ډول په افغانۍ ټولنه کې کله چې دوه تنه د واده پرېکړه کوي د نجلۍ او هلک ترمنځ د عمر واټن ته ډېر پاملرنه نه کوي او که د ښځې او خاوند ترمنځ څومره د عمر واټن وي ورته عادي ښکاري او فکر کوي چې هېڅ ستونزه نه لري.
کله کله کونډه ښځه چې عمر یې له دېرش کلونو پورته وي اتلس يا شل کلن هلک ته نکاح کړي او بیا کله کله يوه وړه نجلۍ چې عمر یې د ۱۵ نه تر ۲۰ کلونو په منځ کې وي يوه ۶۰ کلن سړي ته نکاح کړي. که څه هم دا خبره هغومره معمول نه ده او اوس مهال ډېری افغان کورنۍ دغه ټکي ته پام کوي، خو بیا هم دا کړنه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللې او لا هم ځينې خلک په واده کولو کې د عمر واټن ته پاملرنه نه کوي.
په واده کولو کې د عمر ډېر واټن تر واده وروسته په ګډ ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته کولای شي او ان کله کله د طلاق لامل کېږي، په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د يوې جوړې د عمر د مناسب واټن په هکله معلومات درکوو، د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم!
څېړنو ښودلې چې د ښځې او خاوند د ترمنځ عمر باید لږ تر لږه ۸ يا ۹ کاله واټن وي. ستاسو په نظر د ښځې او خاوند د عمرونو ترمنځ باید څومره واټن وي؟
اسټراليايي څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې خاوند باید له خپلې ښځې نه له ۳ کلونو نه کوچنی او د ۸ یا ۹ کلونو نه لوی نه وي. د اسټراليا پوهنتون څېړونکو په ۲۵۰۰ اسټرالیايي خوشاله او ناخوښه جوړو له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۷ پورې د شپږو کلونو په ترڅ کې د مېرمنو او د هغوی له مېړنو سره د هغوی د اړيکو په څرنګوالي څېړنې ترسره کړې دي.
په دې څېړنه کې يو مهم ټکی د مېرمنو او د هغوی د مېړنو ترمنځ د عمر واټن دی. ځکه د عمر واټن په ګډ ژوند کې ځانګړی ارزښت لري. د دغو څېړنو پایلو ښودلې ده چې د ښځو لپاره به غوره وي چې له هغو نارينه وو سره واده وکړي چې ۸ يا ۹ کاله ترې لوی وي او يا ۲ یا ۳ کاله ترې کوچنی وي. که په واده کې دغه ټکي ته پاملرنه وشي، تر واده وروسته به د طلاق کچه ډېره ټيټه وي. هغه نارينه چې له خپلې مېرمنې نه یې عمر ډېر لوړ او يا ډېر ټيټ وي له خپل ګډ ژوند نه خوشاله نه وي او په دوامداره بڼه د بلې اړيکې د جوړلو په هڅه کې وي.
په پای کې غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم چې که د ښځې او خاوند عمرونه برابر وي دا ډول ګډ ژوند هم له خوښۍ او هوساينې ډک وي، ځکه هغه وخت چې د مېرمنې او خاوند عمر برابر وي له يو بل سره د ارامتیا احساس کوي او د هغو ترمنځ به د هغوی د عمر واټن هېڅ ارزښت ونه لري او د هغوی ترمنځ به د عمر په اړه هېڅ ډول جنجال رامنځته نه شي.