ډاکټر ميخائيل ماسنیانکين د ژبې د سرطان هغه نښې په ګوته کړې چې کولای شي د ګونګتيا او کوڼوالي لامل شي.
د روغتيايي علومو ډاکټر او د انکولوژیست جراح، ميخائيل ماسنیانکين له 5چينل سره په مرکه کې وويل چې د ژبې سرطان کولای شي د انسان ژوند خراب کړي او که چېرې یې درملنه ونه شي د خبرو کولو وړتیا، د خوړو خوړل، ژوولو وړتيا او عادي ژوند له لاسه ورکوي.
په ځانګړې بڼه، د سرطان دغه ډول کولای شي د سګرت له څکولو، د ګازلرونکو څښاکو له څښلو، د بېلابېلو مخلوطونو له ژوولو او نورو ناروغیو له امله رامنځته شي.
ځينې ناروغۍ د بېلګې په ډول ارېټروپلاکیا، لکوپلاکیا، د مخاطي نسجونو زخم، چاودې، د خولې مېکروبونه او د ژبې د مخاطي نسجونو مېکروبونه د ژبې د سرطان لامل کېدای شي.
همدارنګه کېدای شي هغه کسان هم چې د غاښونو ریښه یې له منځه تللي وي په دغې ناروغۍ اخته شي.
ماسنیانکين يادونه وکړه:” معمولاً دغه ناروغي د غوټې يا چاودې له امله رامنځته کېږي او د ژبې په مخاطي نسجونو کې د ځورونې احساسات رامنځته کېږي.”
دغه متخصص ټينګار کړی چې باید يادې ناروغۍ ته ډېره پاملرنه وشي ځکه چې په پرمختللو پړاوونو کې د خولې بد بوی، د سرطاني غدې خرابېدل، شينوالی او وينه بهېدنه رامنځته کېږي.
که په خپله خوله او ژبه کې دغه يادې نښې وينئ، باید ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شئ.
ماسنیانکين په دې عقیده لري چې د غه معلومات کولای شي د يو چا ژوند وژغوري او په لومړيو پړاوونو کې د سرطان وده ودروي.