د هندي سینما وتلي ستوري سلمان خان وروسته له هغې د پاډوماوتي فلم په ملاتړ غږ پورته کړ، چې دا فلم آن له خپریدو وړاندې په جنجال بدل شو.
هندوستان کې د راجپت (راجپت کرني سینا) په نوم ډله او د بي جي پي BJP ځينې غړي وايي، چې په (پاډوماوتي) فلم کې تاریخ په ناسم ډول منعکس شوی.
پاډوماوتي د هندوستان په یوه تاریخي پيښه جوړ شوی فلم دی؛ خو د منتقدینو ادعا داده، چې تصویر شوې کیسه هسې نه ده، لکه څنګه چې وه.
د اعترض چیانو یو عمده انتقاد دادی، چې په فلم کې د رنویرسنګ (علاوالدین غلجي) او ملکې ډيپیکا پاډوکون ترمینځ رومانس او او عشقي صحنې موجودې دي؛ حال دا چې په ریښتینې کیسه کې داسې څه نه وه.
خو د فلم ډاریکټر وايي، چې په فلم کې د انتقاد کوونکو د انديښنې وړ هیڅ هم نشته.
پاډوماوتي د رنویر سنګ، شاهد کپور او ډیپیکا پاډوکون ګډ فلم دی، چې ښاغلي سنجي ليلا بهانسولي ډاریکټ کړی دی.
فلم د هندوستان د څوارلسمې پیړۍ تاریخ راسپړي، چې څنګه یو پښتون واکمن علاوالدین غلجی د راجپوت په یوې هندۍ ملکې مینیږي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.
فلم کې ملکه پاډوماتي (ډیپیکا) د شاهد کپور (راناول ټان سینګ) میرمن ده، چې سلطان علاوالدین غلجی (رنویر سنګ) پرې مینیږي او ورته د رسیدلو لپاره جګړه کوي.
سلمان خان د فلم په اړه تازه په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، چې د فلم له لیدو وړاندې د فلم په اړه هر ډول قضاوت ناسم دی. هغه زیاته کړې، چې د فلم د خپرولو یا نه خپرولو اجازه یواځې د هندوستان د فلمونو د سانسور مرکزې اداره لري.
د سلمان خان په باور، ښاغلی بهانسولي ښکلي فلمونه جوړوي او ډاډ ورکوي، چې دا فلم به هم مزیدار وي.
سلمان خان خپله هم د یاد ډاریکیټر تر لارښوونې لاندې د (خاموشي) فلم په ګډون ګڼ فلمونه جوړ کړي دي.
په ورته وخت کې، د هندي سینما یوې بلې ستورې جاکلین فریننډیز هم ویلي، چې د فلم د خپریدو په وړاندې باید هیڅوک هم ستونزې جوړې نه کړي. د هغې په وینا، چې له فلم سره که څوک کومه ستونزه لري، نو ښه خبره داده، چې فلم دې نه ګوري.
بل پلو، د هندوستان په لوی ایالات راجستان کې سینماګانو د (پاډوماوتي) د نه خپرولو ګواښ کړی دی.
راجستان کې سینمايي چارواکي وايي، چې په فلم کې تاریخ ناسم منعکس شوی او تر څو چې د فلم ډاریکټر بهانسولي دا مسله حل نه کړي، دوې به فلم خپور نه کړي.
په راجستان کې شاو خوا ۳۰۰ سینماګانې دي.
ټاکل شوې، چې پاډوماوتي تاریخي ډارمه د راروانې ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه خپره شي.