لیکنه: رهیټ پاور
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
که احساساتي وړتیاوې دې په خپل لاس کې نه وي، که شخصي پوهاوی نه لرې، که خپل سټریس زیږوونکي احساسات نه شې کنټرولولی، که پرته له خواخوږۍ ښې اړیکې لرې، نو اړینه نه ده که څومره هم چالاک او ځیرک واوسې، خبره دا ده چې ته په داسې یوه مسیر روان یې چې ډیر لیرې نه شې تللی.
ځیرکتیا او لوړ احساسات څه شی دي؟ نننۍ اروا پوهنه وايي:
1) په دقیقه توګه د خپلو او نورو خلکو د احساساتو پیژندلو وړتیا
2) له خپلو احساساتو د ګټې اخیستنې او په دندو ګومارنې وړتیا لکه، فکر کول او ستونزې حلول
3) د خپلو احساساتو کنټرولولو او د بل احساساتي کس ارامولو وړتیا
ګولمن د یوې کمپنۍ د کارکوونکو او د کمپنۍ د بریا ترمنځ د ځیرکتیا او احساساتو مستقیمه اړیکه موندلې:
• هغه کارکوونکي چې د ځیرکتیا او احساساتو کچه یې لوړه ده، شخصي پوهاوی لري چې دا په خپله د دې لامل ګرځي، ترڅو نور کارکوونکي درک کړي او ورسپارل شوې دندې وړاندې له ټاکلې نیټې څخه ترسره کړي.
• دغه ډله خلک د پیریدونکو د نیوکو تر اغیزې نه راځي؛ د توهین امیزه احساساتو پر ځای، په خپلو تولیداتو تمرکز کوي.
• که په یوې کاري مرکه کې د دوه کسانو د ای کیو (IQ) کچه یوشان وي، نو لومړیتوب باید هغه کس ته ورکړل شي، چې د ځیرکتیا او احساساتو کچه یې لوړه وي.
غواړې د دغو خلکو په ځانګړنو پوه شې؟ لاندې اووه ځانګړنو ته یې په مختصره توګه اشاره شوې:
۱. بدلون کوونکي وي
دغه ډله خلک له بدلون څخه هیڅ راز ویره نه لري. دوی په دې پوهیږي چې بدلون د ژوند یوه مهمه برخه ده او ځان ورسره عیاروي.
۲. شخصي پوهاوی لري
ځیرک او د لوړو احساساتو خلک په دې پوهیږي چې په کومو شیانو کې دوی ښه ماهر دي او په کومو کې نه. په هغو شیانو چې نه پوهیږي، هڅه کوي چې زده یې کړي. د کمزورتیا ټکي نه شي کولی چې دوی څټ ته کش کړي. دوی په دې پوهیږي چې کوم چاپیریال د دوی د کار لپاره مناسب دی.\
۳. خواخوږي وي
د دغو خلکو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې دوی له نورو خلکو سره په اسانۍ سره روږدي کیږي او په کاري ماحول کې خلکو ته لومړیتوب ورکوي. د همکارانو او پیریدونکو د احساساتو پیژندلو فطري وړتیا لري او په سختو او ستونزمنو شرایطو کې کار کولی شي.
۴. دوی بشپړ نه دي (له کاره پوره نه دي)
که څه هم دغه ډله خلک خورا زیات هڅاند دي، خو بیا هم په دې پوهیږي چې له کاره پوره توب ناممکن دی. ورو ورو مخته ځي او له خپلو تیروتنو څخه یې زده کوي.
۵. متوازن وي
د دوی شخصي پوهاوی په دې مانا دی چې دوی په خپل ژوند کې په طبیعي ډول د خپل د توازن ساتلو په ارزښت پوهیږي. په سمه توګه خوراک کوي، سم خوب لري او او د باندې په کارونو کې له ځانه لیوالتیا ښيي.
۶. عجیب و غریب دي
د دوی په وجود کې نغښتی عجیب و غریب حس دوی ته د شخصیت ښکلا بښي. دوی په هیڅ چا نیوکه نه نیسي، یوازې امکانات لټوي. پوښتنې کوي او نویو حل لارو ته یې غیږه پرانیستې وي.
۷. خیر خواه دي
دغه ډله خلک په دې پوهیږي چې هره ورځ له ځانه سره داسې څه راوړي، چې په اړه یې باید منندوی واوسي. د خپل ژوند په اړه ښه احساس لري او نیوکو او جنجالي خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په ژوند منفي اغیز وکړي.
همداراز، دوی په دې هم پوهیږي چې څنګه له خپل کاري ماحول او نړۍ څخه ځان ته یو ښه ځای وګرځوي. ایا ته هم یو له دغو کسانو څخه یې؟