د پښتو ممتاز؛ شعرونو کې مینه او عاطفه په خوږه ژبه بیانوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ممتاز د خپل نوم سره سم، د پښتو ژبې په ځوانانو شاعرانو کې ممتاز ارزښت لري. ځکه د ده په شعرونو کې مینه او عاطفه په ډېره خوږه ژبه بیان شوې، او د اوسني وخت روماني شاعرۍ سرخېل دی.

ممتاز پښتو غزل عروج ته رسولی، او په غزل کې یې نوي مفاهیم او نوښتونه راپیدا کړل.
د پښتو غزل ممتاز اصلي نوم  ممتاز الرحمن او ادبی نوم یې ممتاز اورکزی دی، او په ۱۹۷۲م کې د مارچ په ۱۹مه د پښتونخوا د هانګو سیمې کې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

ممتاز تر لسم ټولګۍ په دوابه های سکول کې زده‌کړې وکړې، او دولسم ټولګۍ یې په ګورنمنټ هایپر سکینډري سکول خیبر بازار پېښور کې ولوسته.

د پښتو ممتاز له ماشومتوبه د شعر ویلو وړتیا درلوده، چې د ښوونځي په څلورم او پنځم ټولګیو کې یې شعرونه لیکل، خو د پښتو پخې شاعرۍ ته یې له ۱۹۸۶م څخه شروع وکړه.
ممتاز اورکزی اوس مهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې، په شخصي کاروبار بوخت دی.

د پښتو شاعرۍ د دې ښاغلي کوم اثار چې چاپ شوي، په لاندې توګه دي:

۱ـ بنګړی بنګړی وعدې
۲ـ زه په چاک پروت یم
۳ـ دې ځمکی اسمان
۴ـ زحمک

نوموړی لنډې کیسې هم لیکي، خو تر اوسه یې کوم اثر نه ده چاپ شوی. د ممتاز اورکزي د غورې شاعرۍ یوه بېلګه دلته ولولئ:

که د دې تت غــونــدې امېــد مسیحایي هــم نه وای
دا زخمي شـــپه د مـایـوسـۍ به ســـبایي هــم نه وای
ډېر څه مې نشــته پـه نصیب کې شــــکایت نه کوم
ارمـان چې یـــو پکې له تانه جـــدایي هــــم نه وای
ښه شوه چې مینه یې دارو کړه د بېـــمار ژونــــدانه
د دې مـــرض کېـدای شي بلـه دوایي هــــم نه وای
لکــه ډیــــوه دې بلــــوم د زړه د کــــور یــو تاخ کې
زه خو به مړ وم که دا دومــره رڼایي هم نه وای
ممــتازه مابه په رښتـیا و خپـــل شـناخـت بایللی
چې سـوداګرو کې مې کور وای سودایي هم نه وای