د پاکستان ملي لوبډلې کپتان “بابر اعظم” د سیریز لغوه کېدو په اړه ژور خفګان څرګند کړی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې د امنیتي اندېښنو له امله “پاکستان” ته خپل ناڅاپي سفر لغوه اعلان کړ، په داسې حال کې چې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم هم غبرګون ښودلی.

بابر عظم په خپل ټویټ کې ویلي ، چې هغه د نیوزیلینډ د دې ناڅاپي پریکړې څخه ډېر مایوسه شوی، دغې سیریز لوبې کولی شي، چې د ډیری مینه والو په خولو موسکا راوړي.

Screenshot_20210917-162348_Samsung Internet.jpg

هغه ویلي:

“زه د پاکستاني امنیتي ادارو په وړتیاوو پوره باور لرم او موږ په خپلو امنیتي ادارو ویاړو.”

بابر اعظم په پای کې ‘پاکستان زنده باد’ هم لیکلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ځنډول شوې وه چې له امله یې راپور ورکړل شوی و، چې لوبغاړو ته لارښوونه شوې وه چې د کورونا له امله په هوټل کې پاتې شي.

وروسته خبر راغی، چې لوبه د کورونا نه، بلکې د امنیتي اندېښنو له امله لغوه شوې، خو اوس دا تایید شوې، چې د نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان ته سفر لغوه کړ، چې لامل یې امنیتي اندیښنې دي.