د پاکستان غوره لیګ سیالۍ نن پیلیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو غوره لیګ نن په متحده عربي اماراتو کې پيل کیږي.
د دریم پړاو په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د پاکستاني لوبغاړو ترڅنګ پکې د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي د لوبیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلي دي.
د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نامه دا سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
د دریم پړاو په دې سیالیو کې د پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، کوېټه ګلیډ ایټرز او ملتان سلطانز لوبډلې شاملې دي.
د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ د دریم پړاو سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې د ۲۲ مې نېټې یعنې نن څخه پیل کیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام کوي.
د دې لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې به شپږ واړه لوبډلې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شي، چې د ډیرو لوبو او امتیازونو ګټونکې څلور لوبډلې به دویم پړاو ته لار پیدا کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي ویلي دي، د دریم پړاو په دې غوره لیګ هره سیالۍ کې به هر بهرني لوبغاړي ته یو میلیون پاکستانې کالدارې ورکوي، خو په دې شرط چې همدا لوبغاړي به د دې لیګ وروستۍ لوبې چې پاکستان کې ترسره کیږي؛ پکې ګډون کوي.
د پاکستان کورني کرکټ غوره لیګ «PSL» سیالیو لمړی پړاو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو د دویم پړاو وروستۍ لوبه یې لاهور کې ترسره شوه، چې د پیښور زلمي کرکټ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.

د دریم پړاو د لمړي راونډ ټولې سیالۍ به د متحده عربي امارتو په شارجه او دوبۍ کرکټ نړیوالو لوبغالو کې ترسره شي، خو وروستۍ درې لوبې به یې د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د (پي ایس ایل) یا پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به نن رسمآ د پيښور زلمي او ملتان سلطانز لوبډلو په لمړۍ سیالۍ سره پيل شي او د لیګ تر پایه به د پيښور زلمي کرکټ لوبډله د خپلې تېرې اتلولۍ څخه د دفاع هڅه کوي.