په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ، يوې پېغلې سره د نارینه‌وو ناوړه چلند

د پاکستان د ازادۍ د جشن په ورځ په اقبال پارک کې د ازادۍ په مناسبت جوړه شوې مېله کې په رڼا ورځ له یوې نجلۍ سره په سلګونه نارینه‌‌وو د کابل د شهیدې “فرخندې” چلند کړی، خو پدې توپیر، چې مرحومه د مذهب قرباني شوه او دا د عزت او ازادۍ.
د پېښې لنډ جریان؛
نوموړې نجلۍ د خپل ټیم سره یو ځای په بیرغي لباس کې اقبال پارک ته ځي. د دریځ په سر نڅا کوي، هلکانو سره یو ځای سیلېفې (انځورونه) اخلي او د خپل یوټیوب او ټیک ټاک لپاره ویډیوګانې جوړوي. ډلې ډلې هلکان ځنې چاپېره او ښه تود جشن روان وي. یو یو هلک د سټیج سر ته ور پورته کېږي د انځور لپاره، سټیج دومره درنېږي، چې خبره بیابۍ ته رسېږي، نجلۍ د خپل ورسره راغلي ټیم له سټیجه میدانۍ ته ښکته کېږي تر څو ځان وباسي، خو خبر تر خبرې تېره وي.
د اقبال پارک میدان په یوه داسې محشر بدلېږي، چې هر یو نجلۍ ته لاس اچوي. په پیل کې نجلۍ مقاومت کوي، ورسره لاس کې د بیرغ ډنډه (سوباړی) هر نارینه ته نیسي او د میدان په منځ کې لکه چرګان چې څوک پسې واخلي تیت و پرک کوي، خو بلاخره خبر دېته رسېږي، چې هر یو یې په غېږ کې اخلي او هوا ته یې پورته پورته ګوزاروي، وضعیت دومره خرابېږي، چې د نجلۍ په تن د ملي بیرغه جوړې جامې تار تار د هر پاکستاني ځوان لاس کې پاتې کېږي. جامې یې څېرې او نجلۍ بربنډوې.
پاکستانی نه د یوې ښځې حرمت او نه هم د خپل هغه بیرغ حرمت ته ګوري، چې په ویاړ یې دغه ورځ نمانځله. د نوموړي نجلۍ د ځورونې او بربنډولو لوبه د شپږ بجو نه نیولي تر نهه بجو دوام مومي، چې په دغه موده کې امنیتي پولیسو ته هم د مرستې لپاره زنګونه وهل کېږي، خو د پاکستان بې مسوولیته او ساړه پولیس هېڅ یو یې هم عاجل اقدام نه کوي او مرستي ته په خپل وخت نه رارسېږي. تر څو نجلۍ بې هوښه او کومې ویالې ته لویېږي.
د پېښې قرباني شوې نجلۍ وایې:
د جشن پر ورځ د اقبال پارک له تیری کوونکیو نارینه‌وو اکثریتو څهرې پیژندلی شم. نوموړې د حکومت او ور سره شویو تیري کوونکیو پاکستاني نارینه‌وو په هکله زیاتوې:
ماسره د ترسره شوي وحشت مسلسل درې ساعته وخت ونیوه، پدغه موده کې نه یوازې چې امنیتي پولیس مرستي ته را ونه ورسیدل، زه من حیث د یوې پاکستانۍ په پاکستاني هویت شرمېږم، چې په خپل ملک او د خپل بیرغ لاندې د یوې ښځې ژوند او عزت خوندي نه دی.
زه خو ژوندۍ یم، خو د ژوند لپاره یې هېڅ هېله راپرېنښوده، ځکه یوه ښځه د عزت نه بغییر هېڅ ژوندۍ نه وي.
 د نن معلومات دا دي، چې د یادو څه باندې څلور سوه تیری کوونکیو نارینه‌وو له جملې څخه څه باندې سل تنه نیول شوي او د نورو د نیولو او پېښې د بر رسۍ په هکله لا هم پلټنې جریان لري.
ـ هر څوک خپله رایه او خپل نظر لري،
 ښاغلی منټو لیکي،
«ځینې ​​وختونه یوې ښځې ته داسې فکر کېږي چې هغه ګوندي آسماني حوره/پرېښته ده، خو  په حقیقت کې به هغه یوه کوډګره او جادوګره وي.»
ویډیو وګورئ، چې هر یو ښاغلی څرنګه خپل لاسونه د هغې نجلۍ په اوږو اچولي او ویډیو ورسره جوړوي او مېرمن هم ښه ورسره خوشاله ده، خو کله چې یې اوبه له سر تېرې شوې، نو بیا ښځه مظلومه شوه.
ـ نوموړي پېښه د اګست په 14، 2021 کې رامنځته شوې،خو د ټولنې د نارینه‌وو افشا کولو مسئله د 2021 اګست په 18 راپورته شوه.
پدې توګه د پېښې ټوله پړه په نارینه جنس باندې واچول شوه، زه دا نظر د هغو 400 نارینه وو په ګټه نه لیکم، چې د نوموړي مېرمنې په معامله کې ګرم دي، بلکې د ښځې د جنس په ګټه یې لیکم:
په یوه جمله کې هغو نجونو او مېرمنو ته وایم،  چې سړي ته لېوه وایې.
په یاد ولره، چې ته په خپله هم د همدې لېوه له نسل څخه یې! ستا په پیدایښت او تربیه کې هم یو نه یو لېوه ضرور رول لري.
خو د دې انجلۍ سره، چې څه پېښ شوي او اوس ځان پاک ثابتوي، پدې کې هم یو لوی درس پروت دی، چې نورې مېرمنې یې باید ځنې زده کړي.