د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د مسئولینو په خبره د افغانستان د ووشو ملي لوبډله د ووشو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه چین هیواد ته سفر وکړ.
fb img 1571276794294 د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.
په دې سفر کي ۶ لوبغاړي، دوه روزونکي او یوه پلاوی شامل دئ.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د ووشو نړیوالي لوبي نن پنجشنبه د چین په شانګهای ښار کي پېلیږي او یوه اونۍ به دوام وکړي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون د ۱۷۰ هیوادونو څخه په سلګونه لوبغاړي ګډون کوي.
fb img 1571276902179 د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.
د ووشو دا نړیوالي لوبو په دوو برخو مبارزې او فورم کي ترسره کیږي، چي ۵ افغان لوبغاړي به د مبارزې په برخه کي او ۱ لوبغاړی به بیا د فورم په خبره کي د خپلو سیالانو سره میدان ته کښته سي.
د افغان لوبډلي روزونکي سید احسان جمشید زیاته کړه، چي لوبډله پوره چمتوالی لري او په زیاتو هڅو سره به مډالونه هم خپل کړي.
خالد هوتک چي په یادو سیالیو کي به ولوبیږي، وویل، چي د روزونکو له لوري خورا ښه روزنه راکول سوې.
fb img 1571277046105 د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.
د افغانستان دې لوبډلي ۴ میاشتي تمرینونه ترسره کړي، چي ۳ نیمي میاشتې ئې دلته کابل کي او ۱۵ ورځي ئې بیا په ایران کي د ایراني لوبغاړو سره یو ځای تمریناتي کمپ ترسره کړ.
fb img 1571277012222 د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.
د ووشو نړیوالي لوبي په دوو کلنو کي یو ځلي ترسره کیږي، چي افغان لوبډلي په دې سیالیو کي تر دې مخکی څو ځله بیلابیل مډالونه خپل کړي.