د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړي افغان کرکیټ بورډ ته ورغلي وه او هلته ئې د افغانستان د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزی وستایه.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ولسي جرګې دې غړو فرهان یوسفزی د وروستیو لارسته راړونو او فعالیتونه په خاطر وستایه.
د بورډ په خبره، چي د ستایني په یاده غونډه کي د ولسي جرګې په استازولۍ د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر انجنیر هلمند هلمند، ګل احمد کمین، حمیدالدین یول راش او ګل زمان نایب خبري وکړې.
دوی په نړیواله کچه د افغان کرکیټ لاسته راوړني د قدر وړ وبللې او زیاته ئې کړه، چي دوی به تل د افغانستان د کرکیټ د پرمختګ ملاتړ کوي.
هغوی په دې وروستیو وختونو کي د ملي لوبغاړو ترمنځ د راپورته سوو جنجالونو د حل په اړه د فرحان یوسفزي هڅي وستایلې.
د ولسي جرګې یادو غړو پر ټولو مینوالو ږغ وکړ، چي د کرکیټ د پرمختګ لپاره د افغان کرکیټ بورډ سره یو ځای کار وکړي، تر څو په داخلي او نړیواله کچه د افغانستان کرکیټ وده وکړي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي وویل، چي د ولسي جرګې د غړو یاده ستاینه به د ده د کار کولو انرژي لا قوي کړي.
هغ وویل ((کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده او دې ادارې ته د هر افغان هیلې او امیدونه شته ترڅو ترې خوشحاله خبرونه ترلاسه کړي.))
د ولسي جرګې دې غړو په داسي مهال د کرکیټ بورډ رئيس وستایه، چي ډیری د کرکیټ افغان مینوال فرهان یوسفزی د کرکیټ په برخه کي د مسلکیتوب له اړخه په نه پوهېدني تورنوي.
دوی وايي، چي په کرکیټ بورډ او د کرکیټ په ملي لوبډله کي رامنځته سوي وروستي جنجالونه هم د فرهان یوسفزي له لوري رامنځ ته سوي.
پر فرهان یوسفزي وروسته له هغه دا نیوکي کیږي، چي څه موده مخکي هغه د راشد خان پر ځای یو ځلي بیا اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه.
د هغه ترڅنګ دا نیوکي وروسته له هغو هم زور واخیست، چي کرکیټ بورډ په روان ۲۰۲۰م کال کي د ملي لوبډلي لوبیز سفرونه اعلان کړل، چي پکښي یوازي د نړیوال جام او آسیا کپ لوبي شاملي دي، خو نوري هیڅ لوبي په پلان کي نلري.