د وقار او عزت اوج يوازې په کار کولو کې دى

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

انسانان چې د پيدايښت له ورځې بيا تر مرګه د ځان پر وړاندې مسوول دى بايد کار وکړي، چې د کار کولو په ذريعه نه يوازې دا چې د خپل ژوند ښه کولو
لپاره اسانتياوې برابروي بلکې په ټولنه کې محبوبيت او پيژندګلوي هم پيدا کوي.
کار کول د انسان لپاره د همت ستره خزانه ده، چې په کولو يې انسان ځان ته د انساني ارزښت په سترګه کتل کېږي او ټولنه هم ورته د با احساسه شخص لقب ورکوي.
د کار بڼې توپير لري خو د کار په کولو کې د شرم لپاره هېڅ ځاى نشته.
تل کوښښ وکړئ، چې د سختو شېبو په تېرولو د سترو برياوو خوند وڅکئ.
په افغان ټولنه کې ډېری داسې ځوانان شته چې کار کول ورته عيب ښکاري او په کولو يې شرمېږي.
دا ډول کسانو ته سپارښتنه کېږي چې د راتلوونکي لپاره که غواړي چې ښه ژوند ولري په ځان فشار راوړي.

کار کول او ښه تنخوا د هر چا هيله ده خو دې هيلې ته د رسېدلو لپاره لومړى بايد يو سلسله مراتب طۍ شي او بيا دغه لوړ پوړ ته ځان ورسول شي.

نو ويلو شو هغه څوک چې په ځان کې د کار کولو وړتيا ګوري نو بېړه دې وکړي او د خپلو خوبونو د ريښتيا کولو او د لوړ منصب د لاسته راوړلو لپاره دې همدا نن لاس په کار شي.
تاسو په دې باور ولرئ چې راتلوونکى کال به تاسو په همدې ورځ د ټولنې يو با مسووليته او محبوب شخص ياست.
ازمايښت شرط دى!