په وطن مئين سندرغاړی عبدالله مقری د څو اونیو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت وو چې نن سهار د زړه د حملې له کبله وفات سو.
لا څو تڼۍ د ګريوانه پاته دي
وحشته ستا په زړه کي څه پاته دي
ددې سندري هنرمند وفات سو ، خو وحشت به لا تر نامالوم وخته په افغانستان کې ژوندی وي.
ارواښاد مقري تر څلور لسيزو اضافه د وطن لپاره د ميني،حماسې او انقلابي سندري وويلې،زارۍ يې وکړلې،ويې ژړله ،و دردېدی خو دده هغه ارمان په ژوندینه پوره نسو کوم چې هر په وطن مئين افغان یې لري.
د وطن سندري ډېريو سندرغاړو ويلي خو ارواښاد مقری په ټولو کې ممتاز وو.
دی اصلا د غزني ولایت وو خو په ټول افغانستان یې زړه خوږېده او تر هغې چې د حق داعي ته یې لبيک وايه خپل فکر او احساس یې د وطن لپاره وقف کړی وو.
د مقري کورنۍ ټوله مذهبي وه،پلار ،نیکه او خپلوان يې ملایان وه ،خو دده ياغي احساس او جرات خپل هدف ته ورسوی او د سختو مشکلاتو باجود يې په ١٣٥٨ ه ل کې د راډيو افغانستان لپاره شعرونه ليکل او سندري ويل پيل کړه.
ارواښاد مقري د شعر په انتخاب کې شاعر ته لومړيتوب نه ورکوی ،بلکې د هغه د احساس ژبي ته یې ترجیح ورکوله،نو ځکه يې اکثريت سندرې د هرچا خوښېږي.
د عبدالله مقري د وطن،د غرونو،دښتونو او سيندونو سره لېونۍ مينه وه نو ځکه یې ٨٠% سندري وطني او حماسي وې.
هغوی چې وطن به یې ورانوی نصحیت به یې ورته کاوه خو د هغوی سره به دومره ذکاوت نه وو چې مقری درک کړي او د چيغو په مانا يې پوه سي.
مقري په جلا وطنۍ کې د هماغه وخت حالات شنله،زموږ نسل ته يې سياسي پوهاوی ورکوی او په خپلو سندرو به يې د هیواد د مينې جذبات را پارول.
دا د ازادۍ خاوره ،دا د جګو غرو وطن سندره یې یو مثال دی،خو دې بلبل نور له دې باغه د تل لپاره کډه وکړه.
يو مي ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګیه مه راځه وختي دی