د وزن پورته کولو په نړیوالو سیالیو کي افغانان ښه ځلېدلي.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډله د وزن پورته کولو نړبوالو سیالیو کي ښه ځلېدلي او ۵ بېلابیل مډالونه ئې خپل کړي.
د وزن پورته کولو نړیوالي لوبي تر ۲۵۰ څخه د زیاتو ښځینه او نارینه لوبغاړو ترمنځ د رواني اګسټ میاشتي له ۲۰مي تر ۲۵مي نېټې پوري ترسره سوې.
د دې لوبو کوربتوب د ازبکستان تاشکند ښار وو، چي دا سیالۍ پکښي په ښه ډول ترسره سوې.
افغان لوبډلي د ۵ مډالونو په ګټلو سره خپل لوبیز سفر پای ته ورساوه.
د وزن پورته کولو په یادو نړیوالو لوبو کي له افغانستانه ۵ لوبغاړو سیالۍ ترسره کړې، چي څلورو لوبغاړو د برنزو او یوه بیا د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
یاد ۵ لوبغاړي فضل کریم ترکمن، شفیق سخي زاده، ذبیر امیري، عبدالله دوست او میرویس رازقي دي.
په دې لوبغاړو کي فضل کریم ترکمن د سپینو زرو، خو شفیق سخي زاده، ذبیر امیري، عبدالله دوست او میرویس رازقي بیا د برنزو مډال ترلاسه کړ.