په اسیایي هیوادونو کې وریژې له مهمو او مشهورو خوړو څخه ګڼل کېږی، چې د اسیایي هیوادونو ټول وکړي د وریژو له خوړو سره ځانګړې علاقه لري نو له دې وروسته چې هر څوک وریژې پخوي له اړتیا څخه زیاتې اوبه دې ور واچوي، تر څو یوه اندازه د څښلو له پاره ترې واخلي. د اسپانیا او تایلند هیوادونو ګډو څېړنو دا ثابته کړې چې د وریژو اوبه څښل بېلا بېلې ګټې لري، ځکه دا خواړه ډېره اندازه نشایسته او لږ اندزه پروټین لري. یو تایلندی ډاکټر وایي، چې اویا کاله عمر لري، خو ځان له اویا کلو څخه دیرش کاله ځوان احساسوي، چې د دې لامل همدا د وریژو اوبه څښل دي. ده ویلي چې د وریژو اوبه څښل انسان ځوان ساتي، که هر انسان هر سهار یو ګیلاس د وریجو اوبه وڅښي هم ژر نه بوډا کېږي او پر دې سربېره د وریژو اوبه نورې بېلا بېلې روغتیایي ګټې هم لري.
مغز اراموي: د وریژو اوبه د مغز د اراموله له پاره غوره درملنه ده، که غواړئ، چې ارامه مغز او ښه ذهن ولرئ، نو هر سهار د وریژو یو ګیلاس اوبه وڅښئ او خپل مغر پرې ارامه کړئ، ځکه په وریژو کې شته امینو اسیدونه او معدني مواد ستاسې د ذهن د اراموالي لامل کېږي.
زیاته اندازه انرژي تولیدوي: هغه کسان چې وجود یې کم انرژي وي او یا غواړي، چې توله ورځ انرژي ولري، نو سهار دې د وریژو یو ګیلاس اوبه وڅښي، ځکه وریژې زیاته اندازه کاربوهایدریت لري او د انرژي اصلي منبع کاربوهایدریونه دي؛ نو ځکه انسان ته ډېره انرژي ورکوي.
د وجود د اوبو د کموالي مخنیوی کوي: د تودې هوا له امله وجود د اوبو له کموالي سره مخ کېږي، چې دا د اوبو کموالی د بېلا بېلو ناروغیو لامل کېږي. د دې له پاره چې وجود مو د اوبو له کموالي سره مخ نه شي، کولای شئ، چې هر سهار د وریژو یو ګیلاس اوبه وڅښئ، ځکه د وریژو اوبه ستاسې وجود ته ته د اړتیا په اندزه اوبه رسوي او وجود مو د اوبو له کموالي څخه ژغوري.
د نس ناستې ناروغۍ له پاره درمل دي: په کوچنیانو او لویانو کې د نس ناستې ناروغۍ له پاره د وریجو اوبه یوه ښه کورنۍ درملنه ده. یوې څېړنې ښودلې، چې د وریژو اوبه په نس ناستي ناروغۍ کې ډېرې ګټورې دي او د ناروغ د رغېدو لامل کېږي.
د وریژو اوبه د ویښتو د پیاوړتیا لامل کېږي: د وريژو اوبه د نور ګټو تر څنګ د ویښتو د پیاوړتیا لامل هم کېږي، که خپل ویښته د وریژو له اوبو سره ومینځئ، ستاسې د ویښتو د قوي کېدو لامل کېږي او ویښته له توېدو څخه ژغوري. پر دې سربېره د وریژو اوبه ویښته نرم او ښکلي کوي او د سر د پوستکي سبوسک ورکوي.
د وریژو اوبه د وزن د زیاتېدو مخنیوی کوي: دا چې د وریژو اوبه کلسترول نه لري، پر دې خاطر د دې مادې اوبه څښل د وزن د زیاتېدو مخه نیسي.
د وریژو اوبه پوستکي د لمر له وړانګو څخه ژغوري: د وریژو اوبه د اوریزانول په نوم د یوې مادې درلودونکي دي، چې دا ماده پوستکی د لمر له وړانګو څخه ژغوري. که د وریژو اوبه په مخ ووهل شي، د لمر وړانګې پوستکي ته زیان نه شي رسولای.
د وریېو اوبه مو له سرطان ناروغۍ څخه ژغوري: د ورېژو اوبه د اکسیدان او فینالونو درلودونکي دي، چې وجود له سرطانونو څخه ژغوري. پر دې سربېره د وریژو اوبه څښل د عضلاتو د پیاوړتیا لامل هم کېږي.
د وریژو اوبه څښل دا او دې ته ورته نورې ګټې هم لري.