د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي کوم هیواد کې وموندل شول؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ډایناسور هغه ژوی دی چې نسل یې په بشپړ ډول له منځه تللی، خو د دې ژوی په اړه څېړنه، او دا چې څومره کاله پخوا دې ژوی په ځمکه کې ژوند کاوه،د اسکلیټونو او فوسیلونو د پلټنو وروسته لرغون پوهانو دا ځل د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي وموندل.

لرغون پوهانو په استرالیا کې د داسې ډایناسور پاتې شوني موندلي، چې دوی یې خپله حیران کړي دي. لرغون پوهانو یاد موندل شوی ډایناسور د نړۍ د تر ټولو غټ ډیناسور بولي، چې ۹۶ میلیونه کاله پخوا یې ژوند کاوه.
لرغون پوهان وایي، چې دا موندل شوی ډایناسور د پیټاګوټیټان کورنۍ څخه دی، او د (کوپر) نوم وټاکه. او وزن یې۶۷ ټنه ده.
د کوپر علمي نوم کوپریسنسیس دی. د دې ډایناسور اوږدوالی د دوه پوړیز ودانۍ په اندازه دی.

کله چې لرغون پوهان په اسټرالیا کې د کوپر ډایناسور ومونده، د اریومنګا طبیعي تاریخ میوزیم مشر روبین میکینزي وویل، د لرغون پېژندونکو ډلې ژر تر ژره د دې ډایناسور هډوکي له هغو ټولو ډایناسورونو سره پرتله کړل، چې له دې پخوا یې ترلاسه کړي و.
څېړونکو دا هم زیاته کړه، چې د کوپر ډایناسور په اندازه کولو کې له دې ستونزې سره مخ وو، چې موندل شوي هډوکي خورا لوی او درانده وه.
کله چې په اسټرالیا کې د کوپر ډایناسور د نړۍ په کچه تر ټولو لوی ډایناسور وبلل شو، نو د ایرومینګا طبیعي او د کوینزیلینډ (ENHM) تاریخي موزیم په خپلې ساینسي جریده پیر کې د دې لوی ډایناسور پېژندنې په اړه خبر ورکړ.
د پام وړ خبره دا ده، چې کوم ډایناسور چې تر دې پخوا موندل شوی و هغه هم د پیټاګوټیټان له کورنۍ څخه و، خو لرغون پوهان ونه توانېدل د هغه ډایناسور پېژندنه په سمه توګه وکړي، ځکه چې هډوکي یې د وخت د تېرېدو له امله ډېر زاړه او خراب شوي و، او د (جارج) ډایناسو په نامه یې ونوموه.