د اقتصاد له نظره ګرځندويي د سرو زرو کان په څیر دی او ډیری هیوادونو د ګرځندویانو پر مخ خپل دروازې پرانیستې دي او په پرانیسته غیږه ترې میلمه پالنه کوي، خو د نړۍ پر مخ ځینې داسې هیوادونه شته چې دا پریکړه یې کړې، چې دوی له نویو ورغلو ګرځندویانو څخه له هر اړخه غوره او ښه دي.
لاندې د هغو نهو هیوادونو نومونه دي، چې خپلې دروازې یې د امریکایانو او نورو هیوادونو د ګرځندویانو پر مخ تړلې دي:
۱- سعودي عربستان
دغه هیواد له ټولو ګرځندویانو او نورو وګړو(کاریګرو) څخه غواړي، چې په دغه هیواد کې د ګرځیدو او کار کولو لپاره باید د دغه هیواد یو قانوني ضامن (کفیل) ولري. دغه قانوني ضامن باید د سعودي عربستان ښارونډ (تبعه) واوسي. که چیرې یو قانوني ضامن (کفیل) د یوه ګرځندوی او یاهم کاریګر څخه په دوامداره توګه ضمانت وکړي، نو بیا به هم دغه ګرځندوی او یاهم کاریګر ته ویزه ورنکړل شي، ځکه چې د ویزې د اپلکیشن پروسه خورا زیاته ستونزمنه او انتخابي ده.
۲- ایران
په ایران کې ان د امریکا سفارت هم نشته او د دغه هیواد خلک د یرغملۍ له هغه حالت څخه مننه کوي، چې په (۱۹۷۹) کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترینګلو حالاتو په پایله کې رامنځته شو. په همدې اساس، که چیرې د امریکا په واشنګټن ډي سي ایالت کې یو څوک وغواړي د پاکستان له سفارت څخه ایران ته د تګ ویزه ترلاسه کړي، نو لومړی باید دا په اثبات ورسوي، چې نوموړی کس یوازې او یوازې د ګرځندويي لپاره ځي، نه د کوم بل مقصد لپاره.
۳- شمالي کوریا
د شمالي کوریا هیواد له ټولو ګرځندویانو څخه غواړي چې دغه هیواد ته د تګ لپاره لومړی باید د ګرځندويۍ فورم بشپړ کړي. بیا کله چې دغه هیواد ته سفر وکړي، نو هلته باید همیش له خپل لارښود (فرهنګي مشاور) سره واوسي. په امریکا کې د شمالي کوریا د سفارت د نشتون له کبله، ډیری ګرځندویان دغه هیواد ته د تګ لپاره لومړی د چین هیواد ته ځي، ترڅو ځان ته ویزه واخلي او د سفر تدابیر ونیسي.
۴- سوریه
که څه هم سوریه یو جګړه ځپلی هیواد دی او لا هم پکې د جګړې تنور بل دی، خو د دغه هیواد د ویزې ترلاسه کول څه ناڅه ناشونی کار دی. لکه څنګه چې هره ویزه د یوې سرګردانې او ستونزمنې پروسې له لارې تائیدیږي، نو په همدې اساس ډیری ګرځندویان او یاهم دغه هیواد ته ورتلونکي خلک د خپلو ویزو د تائید او یاهم رد لپاره د یوه اوږد مهالي انتظار سره مخ کیږي.
۵- کیوبا
که څه هم د امریکا او کیوبا ترمنځ سیاسي اړیکې ښې دي، خو د سفر اوسني قوانین او مقررات لا هم هیڅ چاته دا اجازه نه ورکوي چې پرته له کوم رسمي دلیل (کار) څخه دغه هیواد ته سفر وکړي او د دغه هیواد د یوه ښه سینډویچ مزه وڅکي او یاهم د کارابین (Caribbean) له ساحل څخه لیدنه وکړي. بیا هم، که چیرې کوم څوک وغواړي د یوه رسمي دلیل لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي، نو د ویزې اخیستو لپاره باید تر ډیرې مودې انتظار وباسي، ترڅو ویزه یې تائید شي.
۶- سومالیا
د سومالیا هیواد د سمندري داړه مارانو په نوم مشهور دی چې د دغه هیواد د سمندرونو په شاوخوا کې ګرځي راګرځي او خلک لوټي. په همدې دلیل، د دغه هیواد فضا ګرځندویانو ته مناسبه نه ده. سربیره په دې ټولو ننګونو بیا هم که چیرې کوم څوک غواړي له دغه هیواد څخه لیدنه وکړي، نو باید هلته یو ملاتړی او یاهم میلمه پال ولري، ترڅو له ده څخه ښه ساتنه وکړای شي.
۷- انګولا
که چیرې د کوم چا د سفر کولو په لیست کې دغه هیواد ته سفر کول حتمي واوسي، نو باید جدي او ستر لګښتونه په ځان ومني او ښه راغلاست ورته ووايي. په همدې اساس، که چیرې کوم څوک غواړي د انګولا هیواد ویزه واخلي، نو لومړی باید د اپلکیشن او بلنلیک فورمونو پیسې پریکړي، له هغه نه وروسته باید د الوتکې ټکټونه ځان ته واخلي او بیا په دغه هیواد کې ځان ته هوټل ونیسي او وروسته بیا ویزه ورکول کیږي.
۸- د مرکزي افریقا جمهوریت
په دغه هیواد کې د امریکا سفارت نشته او که چیرې امریکایان وغواړي دغه هیواد ته سفر وکړي، نو باید د فرانسې سفارت ته مراجعه وکړي او ویزه ترلاسه کړي. بله دا چې د دغه هیواد د موټرو ټولې ورتلونکې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي او د نړۍ په کچه دا یوازینی هیواد دی، چې د امریکا هیڅ ښارونډ (تبعه) ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.
۹- الجریا (الجزایر)
د دغه هیواد د ویزې اخیستنې پروسه په ډیر لږ توپیر سره کټ مټ د انګولا هیواد ته ورته ده.