د نړیوال جام غوراوي سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

رنګین تجريدي ډیزاین

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د غواري پړاو لوبې چې د روان ۲۰۱۸ م کال د مارچ په میاشت کې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، ورته افغان کرکټ بورډ د خپلې لوبیدونکې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
په اعلان شوی لوبډله کې لوبډلمشر اصغرستانکزی، شهزاد محمدي، احسان جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، راشد خان، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، شاپورځدران، مجیب ځدران، او شرف الدین اشرف شامل دي.
د همدغه سیالیو لپاره په احتیاطي لوبغاړو نورعلي ځدران، افسر ځاځی، کریم جنت او افتاب عالم نومول شوي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالیو مهالویش د اعلان له مخې، په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، پي ان جي، د ورلډ کرکټ لیګ ډیوژن ټو سیالیو لمړي مقام ګټونکې لوبډله او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ او د ورلډ کرکټ لیګ ډیوژن ټو سیالیو دویم مقام ګټونکې لوبډله شامل دي.
افغان لوبډله به په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه نېټه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه نېټه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه نیټه د هانګ کانګ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه به د ډیوژن ټو دویم مقام ګټونکې لوبډلې په خلاف ولوبیږي.
خو د دغه سیالیو وړاندې به افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي، چې په لمړۍ سیالۍ کې به د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خلاف د فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه او په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د هالینډ خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو سیالیو څخه به د انګلستان په کوربه توب د ۱۲ م پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې د ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې په ۳۰ مې نېټه پیلیږي؛ دوه لوبډلې به ورته لار پیدا کوي.