د نورو د ژوند مالګه اوسو، نه دا چې د نورو په زخمونو مالګه شیندونکي!!!
عجیبه ده چې ځينو زموږ څخه همدردي کول زده نه کړه!
ممکن قصور زموږ په خبرو کې وي، شاید زموږ په جِن کې او ممکن اصلا زموږ شخصیت داسې بڼل شوی وي، د دې پر ځای چې د چا درد کم کړو نور یې هم زیاتوو!
کله کله چوپتیا او یوازې غوږ نیول تر ټولو ستره همدردي ده!
اړتیا نشته چې څه ووایو، همدا چې لاس یې ونیسو او یوازې غوږ ونیسو او یو اورېدونکی اوسو، کافي ده …
د ژوند څخه ورته معادله مه جوړوه او د نه کېدونکو چارو څخه ورته مه وایه. د ژوند ړنده غوټه ورته نوره هم مه ړندوه…
اضافي پوښتنې مه کوه او افسوس او غمونه یې نور هم مه زیاتوه.
پرېږده دومره وغږېږي چې زړه یې تش شي …
د ځينو خلکو شتون نعمت وي. سم هماغه ځای چې له هر چا او هر څه څخه سره پرې کړي وي، ترڅنګ دې وي…