د موسمي حساسیت لپاره ګټور خواړه 

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه
حساسیت بدن ته د اجنبي مادې دنننه کېدو پر وړاندې د دفاعي سیسټم شدید غبرګون دی، چې مخنیوی ترې کولای شو.
بدن ته د الرژي زېږوونکو موادو داخلېدل چې د هېسټامين  افراز زیاتوي او دا ماده هم په خپل وار سره د دفاعي سیسټم د تحریک او پارېدو سبب کېږي.
هغه خواړه چې د موسمي حساسیت لپاره ګټور دي، دا دي:
شین چای؛ التهاب ضد خاصیت لري او طبیعي انټي هېسټامين دی.
د مڼې سرکه؛ لمفاوي غُدې پاکوي.
د لبلبو بوره؛ د بدن د دفاعي سیسټم د ښه کار کولو سبب ګرځي.
زنجفيل/ سونډ؛ د پرنجیو کمول او د مغزي حجرو مثبت غبرګون سره مرسته کوي.
پياز؛ د بدن د دفاعي سیسټم په پياوړتیا او لوړولو کې مرسته کوي.
وېټامين سي؛ د الرژي کمولو لپاره ګټور دی او د اسټرېس ضد دی.