ژباړه
د یوه څېړونکي موندنې ښيي، چې یوازېتوب ډېر ګواښوونکی دی او د ټولنیزې انزوا سره توپير کوي. د نومړي په وینا د یوازې ژوند کولو سره، د یوازېتوب حس هم پياوړی کېږي.
مانفرید اشپيټسر، د المان د اولم ښار د تدریسي کلینیک د رواني برخې رییس، د پوروتستانت خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې یوازېتوب کېدای شي وژونکی تمام شي.
د نوموړي په وینا یوازېتوب له ټولنیزې انزوا او ګوښه توب سره توپير لري او انسان کولای شي حتا په ډله کې ځان یوازې احساس کړي. د دغه کارپوه په وینا، کله چې یوازېتوب په ”دوامداره اسټرس“ بدل شي، د روغتیا لپاره ډېر ګواښوونکی تمامېږي.
د ښاغلي اشیتسر په وینا، د ډېری مزمنو اروايي او جسمي ناروغیو لامل اسټرس دی. دا کارپوه وايي چې ممکن قلبي حمله، مغزي سکته او یا هم ژورخفګان د يوازېتوب ريښه ولري.حتا یوې څېړنې په ٢٠٠٩م کې ثابته کړه چې یوازېتوب ساري ناروغي وي. مانا دا چې که کوم ملګری مو د یوازېتوب څخه ځورېږي، دا احتمال شته چې پخپله هم د یوازېتوب په احساس اخته شي.
د یوازیتوب سرایت په نږدې ځایونو لکه هغوی چې یو کور کې وي، ډېراغېزمن کېږي.
ښاغلي اشپيتسر زیاته کړه چې د جلا ژوند کولو طریقه دا ستونزه نوره هم زیاتوي. د نوموړي په وینا ورځ په ورځ زیات کسان دغه ستونزې سره مخ کېږي او عمر پکې رول نه لري او زیاتره ځوانې مېرمنې ناروغه کېږي. ماشومان هم د یوازیتوب د ګواښ او اغېزو څخه خوندي نه دي.
د مغزو دغه څېړونکی وايي، د کورونا وبا او پرله پسې کوربندیو هم د یوازېتوب احساس څو برابره زیات کړی دی، ځکه د کورونا پر مهال د اړیکو طریقه ”قاعده منده یا تجویز شوی یوازېتوب“ رامنځته کړی. مانا دا چې وګړي له فزیکې اړیکې تل منع شول او د ټولنیز واټن قواعد وضع شول.
د مغزو دغه څېړونکی توصیه کوي چې ټېلېفوني اړيکې، چټ کول او واقعي لیدنې دیوازېتوب پر وړاندې مرسته وکړي. د هغه په وینا، ټېلېفوني خبرې د چټ کولو په نسبت کمه انرژي مصرفوي.