د مرکزي اسیا هېوادونه: د سولې خبرې باید ژر تر ژره چټکې شي

رنګین تجريدي ډیزاین

د مرکزي اسیا هېوادونو په افغانستان کې د اوربند، مذاکراتو د چټکتیا او جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه انلاین غونډه کې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

ددغه هېوادونو دیپلوماتانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او په دې باور دي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده.

ددوی په خبره د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او د لویو اقتصادي پروژو عملي کولو ته زمینه برابره شي.

په کابل کې د یونما مشرې او په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو استازو هم ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې شي او روانه جګړه دې ژر تر ژره ختمه کړل شي.

په دې غونډه کې حنیف اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده او له دوی یې مننه کړې چې تل یې دلته د سولې او دایمي ثبات ملاتړ کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ امریکايي او ناټو چارواکو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي ستونزو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

سټولټنبرګ وایي چې په دې لیدنه کې د سرتېرو د وتلو د بهیر پر څرنګوالی او وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.

نوموړي ددې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پر مخ روان دی او ورسره جوخت دلته نا امنۍ او جګړې هم ډېرې شوې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي