ډېری میندې د لومړي ماشوم تر زېږون وروسته خپله ځواني له لاسه ورکوي، او په څېره کې یې ورو ورو بدلونونه را منځته کېږي، په داسې حال کې چې د ماشوم له زېږون نه وړاندې یې پېغلو نجونو سره توپیر نه کېږي.
کېدای شي له تاسو سره هم دا پوښتنه وي چې ولې ميندې د لومړي ماشوم تر زېږون وروسته زړېږي او خپله ښکلا له لاسه ورکوي، په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه معلومات درکړو. ملتيا مو وکړئ!
څېړونکي وايي چې د ماشوم تر زېږون وروسته کله چې مور د شپې پر مهال ويښه پاتې شي، د مور دغه ویښ پاتې کېدل هغه اووه کاله زړوي. همدارنګه، څېړنې ښيي چې د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو شپږو میاشتو کې د شپې له خوا د مور ویښ پاتې کېدل د هغې د چټک زړښت لامل کېږي.
د څېړنو پر بنسټ هغه مېندې چې د ماشوم تر زېږون وروسته په دوامداره بڼه له ۷ ساعتونو نه ډېر خوب نه کوي د هغوی دا کړنه د دې لامل کېږي چې هغوی ۳ تر ۷ کلونو پورې ژر زړې شي.
څېړونکو ويلي دي چې باید هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي د ماشوم تر زېږون وروسته د لومړيو شپږو مياشتو لپاره ډېر خوب وکړي او د خپل ماشوم د ساتنې لپاره له خپل خاوند او يا د کورنۍ له نورو غړو مرسته وغواړي.
دا د څېړونکو لومړنۍ څېړنه ده چې په دې اړه یې ترسره کړې ده. څېړونکو په خپلې دغې څېړنې کې له ۳۳ هغو میندو نه په دې اړه پوښتنې کړې ده چې په دې وروستيو کې د لومړي ځل لپاره ميندې شوې دي.
څېړونکو له دغو میندو نه پوښتنه کړې ده چې د ماشوم تر زېږون وروسته څو ساعته خوب کوي؟
د دغې پوښتنې په ځواب کې په دغو ۳۳ مېرمنو کې له نيمو نه ډېرو ښځو ويلي دي چې له ۷ ساعتونو نه لږ خوب کوي.
وروسته بیا دغو څېړونکو د دغو میندو د وينې بېلګه اخيستې ده او د هغوی د وینې پر بېلګه یې څېړنه پيل کړې تر څو د هغوی په ډياېناې کې بدلونونه ومومي. تر څېړنو وروسته جوته شوې چې د نويو میندو په ډياېناې کې بدلونونه هغوی ته د زړه ناروغي او يا ژر زړښت ستونزې رامنځته کولای شي. په دغو څېړنو کې دا هم څرګند شو چې ډېری میندې د ماشوم تر زېږون وروسته د لومړيو شپږو میاشتو نه ډېره ګيله کوي.
په دغې دورې کې د خوب کمښت نه يوازې دا چې د ژر زړښت لامل کېږي بلکې ډېرې نورې ناروغۍ هم زېږوي. خو د ماشوم تر زېږون وروسته کله چې لومړۍ شپږ میاشتې تېرې شي د خوب کچه توپیر نه کوي او تر ۷ ساعتونو د خوب کمښت د مور روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.
د ماشوم تر زېږون وروسته نه یوازې دا چې مور تر ډېره د شپې له خوا ويښه پاتې کېږي بلکې د ماشوم د ساتنې چارې هم مور تر فشار لاندې راولي چې دا ټکی هم مور ته ډېرې ستونزې زېږولای شي.
څېړونکو ويلي دي چې باید په دې اړه نورې څېړنې هم ترسره شي او میندو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د ماشوم د خوب پر مهال د ويښ پاتې کېدو پر ځای مېندې ورسره ويدې شي تر څو وکولای شي په پوره کچه خوب وکړي.
په پای کې د دې يادونه اړینه ده چې د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو شپږو مياشتو کې د شپې له خوا خوب نه کول د مور ترڅنګ د پلار د زړښت لامل هم کېږي خو د دې لپاره چې مور د ماشوم ساتنه هم کوي په دې برخه کې ډېره زیانمنه کېږي.