که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟
ښایې ستاسې په نظر، هم پوښتنه عجیبه غریبه وي او هم یې ځواب.
خو یاده پوښتنه په چاپېریال کې مختلف ځوابونه لرلی شي.
ښایې په یوه چاپېریال کې ځواب “پلاسټيکي وسله” او بل کې “قلم” وي.
د یو شمیر کارپوهانو له انده، چې چاپېریال کې شته څیزونه د ماشوم په ذهن کې انتخاب انځوروي او جوړوي.
دوه فرضیې له دوو بېلا بېلو چاپېریالونو:
1. که چېرې چاپاني ټلوېزیوني چینل د چاپاني ماشومانو لپاره په دوامداره توګه د زده کړې پروګرام خپور کړي نو، ضرور به په کې کتاب، کتابچه، تخته، تخته پاک (مارکر) قلم او داسې نور د زده کړې د اړتیا وړ څیزونه انځور شي.
2. که چېرې په افغاني ټلوېزیوني چینل کې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړې او روزنیز پروګرام پرځای، جګړه ییزې ډرامې خپرې شي نو هرومرو به په کې جنګ او جګړه، وسلې، ضدیت، وژل او ټکول انځورېږي.
لومړۍ پوښتنه بیاځلې تکرارېږي، که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟
ښایې اوس مو ځواب دا وي، چې د چاپاني ماشوم انتخاب “قلم” او د افغان ماشوم انتخاب “پلاسټیکي وسله” ده.
د فرانسې د مشهور فیلسوف منټسکیو د نظریې یوه برخه د ځواکونو وېش دی. نوموړی په دې اند دی، چې دولت له درې ګونو ځواکونو جوړ دی.
1. مقننه ځواک چې، قانون وضع کوي.
2. قضائیه ځواک چې، قضایي دنده لري.
3. اجرائیه ځواک چې، قانون پلی کوي.
پوښتنه را ولاړېږي، چې د یادو درې ګونو ځواکونو کړنې څه ډول څارل کېږي؟ نو دلته څلورم ځواک ته اړتیا ده، چې “رسنۍ” بلل کېږي. رسنۍ هغه څارګر (ناظر) ځواک دی، چې د مقننه، قضائیه او د اجرائیه ځواک کړنې څارې او تل یې ورته پام وي. د دې ترڅنګ رسنۍ څو نورې مهمې دندې او موخې هم لري، چې په انګلیسې کې ورته (EIE) وایي.
Educational – ټولیزه زده کړه
Informational – ټولیز مالومات
Entertainment – ټولیز ساعتری
په دې اړه د افغاني رسنیو مسئولیت څه دی؟
ماشومانو ته یې په کومه کچه روزنیز او د زده کړو پروګرامونه وړاندې کړي دي؟
د ساعتری پروګرامونو یې پر ماشومان څه ډول اغیزه کړې، منفی؟ که مثبت؟
که له یوې خوا افغاني رسنیو د خبر رسونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی، خو له بلې خوا د بهرنیانو د ناسم کلتور او ارزښتونو د پلې کولو ترڅنګ، د جګړه ییزو ډرامو په خپرولو سره یې د افغان ماشومانو ذهنیت جګړه ییز کړی دی، چې دا له افغاني ټولنې او په ځانګړې توګه له افغان ماشومانو سره ستره جفا ده.
په افغاني رسنیو کې د ماشومانو لپاره روزنیز او د زده کړې پروګرامونه، کارټون، کېسې او موسیقي ډېر کم ترسترګو کېږي او پرځای یې جګړه ییزې ډرامې خپرېږي او شته ماشومانه پروګرامونه هم په معیار برابر نه دي.
څو بېلګې:
د ماشومانو په خپرونو کې تر ډېره د ماشوم ویاند پرځای لویان ویاندويي کوي.
پروګرامونه په ماشومانه انداز (د ماشوم په ژبه) نه وړاندې کېږي.
د ماشومانو لپاره ټولنیزه زده کړه او روزنه نه انځورېږي.
تشویقي اړخ په کې ډېر کم ترسترګو کېږي.
کارټون کې د ناسمو ادبیاتو لکه (لوده، احمق، بې شرف) او داسې نورو کارول.
ماشومانو ته د جګړه ییزو او عشقي ډرامو خپرول.
او…
ماشومان په هره ټولنه کې د سبا ورځې اصلي مخاطبین وي نو په رسنیو کې هغو ته باید روزنیز، د زده کړې او د ټولنیز ژوند لپاره یې هغه ګټور پروګرامونه خپاره شي، چې په راتلونکې کې پرې مثبت اغېز ولري او مثبت ذهنیت خپل کړي.
په انځوریزو او غږیزو رسنیو کې د ماشومانو د پروګرام محتوا:
1. زده کړه
2. روزنه
3. کارټون
4. کېسې
5. موسیقي
په انځوریز رسنیو کې د ماشومانو لپاره د پروګرامونو جوړول ترټولو ستونزمن کار دی خو د نورو پروګرامونو په پرتله یې مالي لښګت بیا کم وي. هېره دې نه وي چې، د ماشومانو د پروګرام محتوا غوره مدیریت ته اړتیا لري ترڅو ماشومان په پروګرامونو کې ځانونه انځور کړي او د پروګرام د سناریو کېسه په خپل ټولنیز ژوند کې عملي کړي.
په ماشومانه پروګرامونو کې اخلاق، روزنه، ټولنیز ژوند او ټولیزه زده کړه مهم ټکي بلل کېږي. که چېرې افغاني رسنۍ د ماشومانو د پرګرامونو د جوړولو په برخه کې ورته مهمو ټکې او محتوا خپله کړي او ترڅنګ یې د غوره مدیریت او رهبرۍ لپاره اروا پوهان، لېکوالان، کېسه او سناریو لیکوونکي، ستیج سمبالوونکي، باتجربه پروډیوسران او ویاندویانو سره مشورې وکړي، نو شونې ده چې د ماشومانو د پروګرامونو لپاره ګټور فکر او اند رامنځته شي.
سالم ماشومان د سبا ورځې سالم ځوانان دي، سالم ځوانان د سالمې ټولنې لویه پانګه او هستي ده. مشهوره وینا ده، چې ماشوم د ونې تنکۍ لښتې ته ورته دی ، که هر اړخ ته یې تاو کړې نو تاوېږي.