د ماشومانو ملاتړ صندوق: پنځه میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیاته شوی دی.

مېرمن روز وویل، د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدل د دې هېواد اقتصادي ستونزې ډېرې کړي دي.

هغې وویل، افغانستان کې د طا لبانو د حاکمیت له پیل وروسته، یو شمېر کلینیکونه او روغتونونه د مالي ستونزو او امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوي دي.

د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاس رسۍ نه لري او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږي.

هغې ټینګار وکړ، د دغه کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لودیځ هېوادونه پیسې کنګلې نه کړي او پریږدي چې نغدې پیسې افغانستان ته راشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي