د لږ جذابيت لرونکو نارينه وو سره مېرمنې خوشاله وي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ولې ښځې له هغو نارينه وو سره چې لږ جذابیت لري خوشاله وي؟

ځینې ښځې د ښکلو نارينه وو په اړه فکر کوي او په خپل ذهن کې له هغوی سره د غوره ژوند خيالونه وهي. دوی فکر کوي چې له ښکلي خاوند سره ښه ژوند هم لرلای شي، خو د ښه خاوند درلودل د ښکلي خاوند تر لرلو غوره دی. هغه مېرمنې چې د خپل ژوند خوشالي په ښکلا کې لټوي تېروتنه کوي. څیړنې ښيي، د دې لپاره چې ښځه ښه او خوشاله ژوند ولري نو باید خاوند یې له هغې نه ډېر ښکلی نه وي.

په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته په دې اړه معلومات درکړم چې ولې ښځې له هغو نارينه وو سره خوشاله ژوند درلودلای شي چې له هغې نه ښکلی نه وي، د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم!

لومړی: د دې ډول نارينه وو ښځې د ارامتیا احساس کوي

په يوې اړیکه کې کله چې مېرمن له خاوند نه ښايسته وي، مېرمن د ارامتیا احساس کوي او د ځان‌باوري کچه یې لوړه وي. څېړنو ښودلې، هغه ښځه چې خاوند یې تر هغې ښکلی وي په ورځني ژوند کې د ارامتیا احساس نه کوي او تل په دې هڅه کې وي چې رژیم ونیسي او دې ته ورته د نورو لارو پر مټ ځان ښکلی کړي.

موږ دا نه وايو چې رژیم نیول او يا د ښايست د ترلاسه کولو لپاره هڅه بد کار دی، بلکې دا يادونه اړينه ده چې دا ډول رژیم او هڅې د فشار له مخې وي او د دې پر ځای چې انسان پکې مثبته پایله ترلاسه کړي منفي پایلو سره مخ کېږي او د دې پر ځای چې ښکلې شي کېدای شي د خپګان او یا فشار له امله نوره هم بدرنګه شي او دا کارونه د هغې د ژر زړښت لامل شي.

نو غوره به وي چې په اړیکه کې ښځه له خپل مېړه نه ښايسته وي تر څو دواړه خواوې په ارامتیا سره پرته له کوم فشار نه ژوند وکړي.

دویم: دا ډول نارينه له خپلې مېرمنې سره ډېره مينه کوي

د‌ ګډ ژوند په اړیکه کې کله چې مېړه له خپلې ښځې نه ښکلی نه وي له خپلې ښځې سره ډېره مینه کوي او تل په دې هڅه کې وي چې خپله مېرمنه خوشاله کړي او هغه د خپل اغېزې لاندې راولي. دا ډول نارينه فکر کوي چې باید خپله ښځه سمه وساتي ځکه هغه ترې ښکلې ده او د ډول ډول ډالیو او مينه‌ناکو کړنو ارزښت لري. ځينې داسې نارينه ان د کور په کارونو کې له خپلې مېرمن سره مرسته کوي.

په دې ډول اړيکه کې ښځينه د ارامتیا احساس کوي او هغوی فکر کوي چې مېړه یې د هغې په قدر پوهېږې او د هغې سمه ساتنه کوي.

درېيم: د خیانت کولو کچه یې ټيټه وي

هغه نارينه چې د جذابیت کچه یې ټيټه وي په اسانۍ سره نه شي کولای چې د نورو ښځينه وو پام ور واړوي او خپلې مېرمنې سره خیانت وکړي، ښځې تل د نارينه وو ښکلا ته ارزښت ورکوي له همدې امله ښکلي نارينه په اسانۍ سره کولای شي له خپلې میرمنې سره خیانت وکړي خو هغه نارينه چې د جذابیت کچه یې ښکته وي په اسانۍ سره په دې کار نه بريالی کېږي.

څلورم: ټوله پاملرنه یې خپلې ښځې ته وي

کله چې د نارينه مېرمن ښکلې وي نو هغه خپلې مېرمن ته ډېره پاملرنه کوي او مدام د هغې په پالنه کې وي. نارينه د دې له وېرې چې مېرمن له لاسه ور نه کړي تل د خپلې مېرمن د پالنې او خوشاله ساتلو هڅه کوي.

څېړنې ښيي، هغه نارينه چې د خپلې مېرمنې په پرتله ښکلي وي له خپلې اړيکې نه خوښ نه وي او د غرور او لوړوالي احساس کوي په دوامداره توګه له خپلې اړيکې نه شکایت کوي. نو ښه به دا وي چې د خپل راتلونکي خاوند په ټاکلو کې ښکلا ته ارزښت ور نه کړئ.

پينځم: له هغوی سره ژوند خوندور وي

راځئ ومنو چې ښکلي انسانان له ماشومتوب نه نازولي وي، تل په ټولنه کې ورته ډېر ارزښت ورکول کېږي او هر څه چې غواړي لاسته یې راوړي. له همدې امله هغه نارينه چې ښکلي دي غواړي چې له ډېرو مېرمنو سره اړیکه ولري او یا هم څو ښځې ولري، چې دا خپله د ښځې د ژوند د خرابېدو لامل کېږي. نو ښه به وي چې د خپل ژوند ملګری د هغه د غوښتنو له مخې وټاکئ نه د هغه د ښکلا له مخې. دا مو هېر نه شي چې د لږ جذابیت لرونکو نارينه وو سره ژوند کول د ښکلو نارينه وو په پرتله څو برابره خوندور وي.

شپږم: دا ډول نارينه جذاب شخصیت لري

هغه نارينه چې ښکلي نه دي د خپلې مېرمنې د زړه د لاسته راوړلو هڅه کوي او که ښه اخلاق هم ونه لري هڅه کوي چې د خپلې مېرمنې د خوشاله ساتلو لپاره ښه اخلاق غوره کړي او ځان خپلې مېرمنې ته نږدې کړي.

دا يوه مشهوره معقوله ده چې وايي څېره تلپاتې نه ده خو شخصیت تلپاتې دی. نو له يوه ښه او مهربانه نارينه سره ژوند کول نعمت دی او باید په قدر يې پوه شو.