د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: صابرحميدي
د اسپانیا هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ لالیګا دئ، چي د بارسلونا، ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ په ګډون هر کال ۲۰ قوي لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول لوبیږي.
د لالیګا لیګ رئیس خاویر تباس بارسلونا ته د نیمار پر بیا یو ځای کېدو خبري وکړې.
هغه وویل په لالیګا لیګ کي د برازیلي لوبغاړي نیمار شتون دومره ارزښت نلري لکه د ارجنټاین هبواد تکړه لوبغاړي میسي دا.
images 162516845378121766468 د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري
خاویر تباس د مارکا سره په خبرو کي د نیمار ترڅنګ د کریسټیانو رونالډو په اړه هم وویل، چي په لالیګا لیګ کي د رونالډو او نیمار دواړو شتون دومره ارزښت نلري لکه د لیونل میسي.
images 306703945842828429331 د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري
هغه وویل(( رونالډو او نیمار دومره ارزښت په لالیګا کي نلري لکه مسي، مګر زه خوشحاله کیږم، چي نیمار اسپانیې ته بیرته راوګرځي، هغه د نړۍ د درو قوي لوبغاړو څخه یو دئ، د هغه شتون په لالیګا کي مهم دی اما معلوم نقش به ونلري)).
هغه د خپلو خبرو په یو بل اړخ کي وویل((هغه څه چي معلوم لوری لري هغه دادی، چي په لس میاشتو کي هر کال ۲۰ اسپانوۍ لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي او هره اونۍ ئې ډېر مینوال په لوبغالي او ټلویزیونونو کي په ډېر شوق ګوري، د نیمار غوندي لوبغاړی د دې لامل کیږي، چي زیاتره خلګ د لالیګا لوبي وګوري، اما مهم عنصر د لالیګا لپاره ندی، حتا رونالډو هم مهم عناصر نه وو، مګر لیونل میسي زموږ لپاره یو مهم لوبغاړی دئ چون هغه د لالیګا میراث دئ)).
تباس په دې باور دئ، چي په لالیګا لیګ کي میسي د رونالډو او نیمار په پرتله ډېر ارزښت لري.
images 15434562404948666605145 د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۹۰ کاله مخکي تاسیس سوی، چي تر ټولو ډېر ریال ماډریډ توانېدلی د دې لیګ اتلولي خپله کړي.
60490532 442970549824355 1771367666762645504 n د لالیګا رئیس: لالیګا کي د میسي شتون د نیمار او رونالډو په پرتله ډېر ارزښت لري
دا لوبډله توانېدلې، چي ۳۳ ځلي په دې ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړي.
بارسلونا ۲۶، اتلاتیک ماډریډ ۱۰، اتلاتیک بلباوو ۸، والینسیا ۶، ریال سویداد ۲ او ډیپورټیو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي په دې لیګ کي ځان اتلولۍ ته رسولی.
تېر ۸۸یم او ۸۷یم پړاونه بارسلونا په پرلپسې ډول خپل کړي.
د فوټبال دا لیګ د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري او د شپې تر ناوخته یادي لوبي.