د فوټسال دوه افغان لوبغاړي د لبنان په لیګ کي لوبیږي.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي دوه تنه تکړه لوبغاړي فرزاد محمودي او سید حسین موسوي د لبنان هیواد د فوټسال په غوره لیګ کي د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون مسئولین وايي، چي یادو لوبغاړو د لبنان هیواد د فوټسال غوره لیګ په سیالیو کي د ګډونوالي لوبډلي الغبیري سره یو کلن تړون لاسلیک کړ.
fb img 1570385366084 د فوټسال دوه افغان لوبغاړي د لبنان په لیګ کي لوبیږي.
تر ۲۰ کلنو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کي د ۲۰۱۹م کال د فوټسال آسیايي سیالۍ ترسره سوې، چي افغانستان پکښي دوهم مقام خپل کړ.
fb img 1570385428484 د فوټسال دوه افغان لوبغاړي د لبنان په لیګ کي لوبیږي.
سید حسین موسوي او فرزاد محمودي د افغانستان فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي په بریاوو کي خورا رغند رول ادا کړی وو.
ددې سیالیو پایلوبه د افغانستان او جاپان ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي افغان لوبډلي د جاپان څخه په یاده پایلوبه کي ۳ ګولونه پر ۱ ماته وخوړه.
fb img 1570385533086 د فوټسال دوه افغان لوبغاړي د لبنان په لیګ کي لوبیږي.
په دې آسیايي سیالیو کي ۱۲ هیوادونو ګډون کړی وو، چي جاپان پکښي لومړی او افغانستان بیا دوهم مقام خپل کړ.
په دې سیالیو کي افغان لوبډلي ټول ټال پنځه لوبي ترسره کړې، چي درې ئې وګټلې، خو دوې ئې بیا وبایللې.
افغانانو هانکانګ، اندونیزیا او ټایلېنډ ته ماته ورکړې وه، خو د ایران او جاپان څخه ئې ماته وخوړه.
fb img 1570385511524 د فوټسال دوه افغان لوبغاړي د لبنان په لیګ کي لوبیږي.
دا لومړی ځل وو، چي افغان ۲۰ کلنه د فوټسال ملي لوبډله په دې سیالیو کي دوهم مقام خپلوي.