د غاښونو د تورېدو لاملونه او درملنه یې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په تانده ځوانۍ کې د سپینو غاښونو تورېدل، ټولو ځوانانو ته کرکجن ایسي. ډېری ماشومان هم د غاښونو له درد او توروالي شکایت لري. دا چې لاملونه یې څه دي او څه ډول غاښونه پر خپل روغ حالت پاتې کېدلی شي، دې لیکنه کې یې راسره ولولئ!

د غاښونو تورېدل دوه ډوله لاملونه لري، یو یې بهرني او بل یې دننني/ذاتي لاملونه دي.

بهرني لاملونه یې:

  • د غاښ د مینا ژوبلېدل.

  • لکې/ خاپونه.

  • تارتار جوړښت.

د لکو د رامینځته کېدو مستقیم لاملونه:

  • په دوامدار ډول د تور رنګو څښاکو یا خوړو کارول/ خوړل؛ لکه: قهوه…

  • د ځانګړو درملو کارونه؛ لکه: د وسپنې مکملونه/بشپړوونکي.

  • پر هغو کریمونو/مایعاتو د غاښونو مینځل چې کیفیت یې تيټ وي.

  • د تنباکو کارول.

  • د نقرې په سلفایډ باندې د غاښونو ډکول او پوښول.

ذاتي / دننني لاملونه یې:

یوازې یو لامل یې چې عام دی دا دی چې غاښ له بېخه خرابېږي؛ خو برسېره سپین وي. ورو ورو دا خرابوالی د غاښ بهرني برخې ته ځان رارسوي او د قهوه‌يي رنګې لکې/ خاپ په څېر راڅرګندېږي. که د دې خاپ درملنه ونه شي، د دې امکان شته چې ټول غاښ تور او په عامه اصطلاح وروست شي.

د غاښ تورېدو نښې:

غاښ یو دم نه تورېږي. داسې نه ده چې سپین وي او یو دم راتور شي. لومړی قهوه‌يي لکه وي، بیا ټوله خپره شي او غاښ ونیسي. بل داسې دی چې د غاښ ښکتني برخه( اورۍ) ته نږدې د یوې تورې کرښې په پیدا کېدو سره ځان تورېدو ته چمتو کوي. کله چې د غاښ مینا ژوبله شي هم غاښ ورستېدو ته نږدې کېږي؛ خو که درملنه یې پیل شي، د دې ستونزو مخه ډب کېدلی شي.

څوک چې غواړي غاښونه يې ژر وراسته نه شي، دغه شیان دې په دوامداره توګه نه خوري:

  •  قهوه.

  • کوکاکولا.

  • تور چای.

  • سره څښاک.

  • تنباکو لرونکي محصولات.

د غاښونو درملنه په کور کې شونې ده؟

د تورو غاښونو درملنه په کور کې شونې نه ده او مسلکي روغتیاپال ته اړتیا پېښږي.

څه ډول مو غاښونه وساتو؟

  •  مسواک باندې یې د ورځې دوه ځلي پاک کړئ.

  • د غاښونو په تار باندې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د غاښونو تر مینځ برخه پاکه کړئ.

  •  خواږه خواړه مه خورئ.

ژباړه