اوس خو به په دې د ټولو سر خلاص وي چې په افغانستان کې جګړه ولې او څوک کوي. ځکه د بریدګرو او هغو ډلو چې جګړې ته د هیواد نه ددفاع او دیني جنبه ورکوي، ددوی له ادرسه کیدونکي بریدونه یې د دوی هره دعوه باطله ثابتوي.
ځه دا هر څه به پریږدو؛ دا به ووایو؛ اوس چې تازه په ترکیه او اسلام اباد کې د سولې په اړه د ځینو سرچینو له خوا د خبرو کولو اوازې خپرې شوي، ورسره همهاله بریدونه هم کیږي. لکه وړمه ورځ چې په کابل کې په کانټیننټل هوټل برید وشو او یا پرون په ننګرهار کې په (Save The Children) موسسه باندې برید وشو. همداسې له دې وړاندې هم چې کله د سولې د خبرو اوازه ګرمه شوې، دا ډول بریدونه شوي دي.
زما له نظره دا څو لاملونه لري:
۱- مخالفې ډلې غواړي چې په دې سره د سولې په خبرو کې یې اغیز زیات وي او ډیر امتیاز وغواړي. ځکه د سولې د خبرو پرمهال ټولو ته دا د یوه ثبوت په توګه وړاندې کوي چې موږ د جګړې دومره قدرت او توان لرو او جګړه پر مخ وړلی شو. همداراز نړیوالو ته هم وايي چې موږ د جګړې توانايي لرو، خو له بدمرغه په دې ډول سره امتیاز ترلاسه کولو له هڅې وروسته بیا له هغه ولس او خلکو سره څنګه مخ کیدای شي چې وژلي یې وي؟؟؟
۲- استخباراتي او بیروني ملاتړي یې زور ښکاره کوي. دوی داسې ښيي چې دوی په هر وخت او هر کله دا ډول بریدونه کولی شي. یعنې که له پام وغورځول شو، هر څه کولی شو. ممکن د سولې خبرو پرمهال هغوی ته ډیر رول نه وي ورکړل شوی یا نه ورکول کیږي.
۳- بهرنۍ کړۍ او ملاتړي یې ممکن پوهیږي چې که چیرته په دغسې حالت کې یوه خلا رامنځته نه شي، احتمال لري چې د سولې خبرې ښه پایله ورکړي.
ځکه په دې ډول بریدونه سره دواړه خواوې یعنې هم حکومت او هم مخالف وسله وال یو بل ته په زړه کې لا ډیره کینه او بغض پیدا کوي. مثلاُ بیا سخته وي چې حکومت دې له دې سره سره چې خبرې هم کوي او ولس یې هم وژني، د سولې خبرې وکړي.
۴- کیدای شي یو لامل یې دا هم وي چې مخالف وسله وال نه غواړي سوله وکړي. دوی له خپل بیرونيو حمایت کوونکو مجبوره وي چې باید د سولې خبرو ته نیږدې نه شي، نو بله لار نه لري او په دې ډول سره د سولې مذاکرات ګډوډوي.
۵- زموږ ګاونډیان او بهرني دښمنان اوس هم په جګړه کې خپلې ګټې لټوي، ځکه نو غواړي چې په داسې حساسو حملو سره د دواړو خواو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې واټنونه پیدا کړي.
۶- له بدمرغه اوس چې هر ډول برید وشي، حکومتي مسوولین بیا د نړیوال تروریزم نوم ورکوي، بیروني استخبارات په کې شریک بولي، دا سمه ده او ټول پوهیږي چې همداسې دي، خو له دې ټولو سره سره مسوول یاست او استخبارات لرئ، باید د مخنیوي لپاره یې لارې چارې ولټوئ. ځکه کله چې برید وشي، کیسه خلاصه شي، بیا تاسې دعوې کوئ چې بریدګر له فلاني ځای راغلي ول، بستانکي ځای کې یې روزنه لیدلې….
له بدمرغه اوس زموږ له هر برید او واقعې وروسته همداسې ویل کیږي، خو دوی د یوه حکومت په حیث چې استخبارات هم لري، ونه شول کولی چې ځان دومره پیاوړي کړي چې له وړاندې یې پلانونه خنثا کړي. یعنې باید نور دا بهانې بندې شي چې د بې غورۍ له امله واقعه رامنځته کیږي او بیا وروسته د خپلې بې پروایۍ او ناغیړۍ پټولو لپاره نور نومونه ورکوي. ځکه له همدې موقعې نه هم مخالفو وسله والو استفاده کړې او په اسانۍ سره یې موخې تعقیب کړي.
په هر حال دا پورته زما په نظر ښايي ځیني لاملونه وګڼل شي، خو که چیرته وسله وال مخالفین ځانونه افغانان بولي، سوله یې ارمان وي، د هیواد ابادي یې ارمان وي او ځان نور د پردۍ او بې ګټې جګړې نه خلاصول غواړي، باید او باید دوی په هیڅ ډول داسې کوم ګام پورته نه کړي چې سولې خبرې بې اغیزې او ناکامي کړي. ځکه په دې دومره وخت کې جګړې پرته له دې چې دښمنانو ته ګټه ورسي؛ اسلام، هیواد او افغانانو ته یې هیڅ فایده نه ده رسیدلې.
په دې هیله چې په هیواد کې مو سوله قایمه شي او نور له دې بدمرغې جګړې خپل هیواد او راتلونکی وژغورو.